ځوان افغانان چې له بریتانیا د ایستل کېدو له وېرې پټېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د محکمې له یوې پرېکړې وروسته په سلګونو نه منل شوي افغان پناه وړونکي چې د ماشومتوب په وخت کې بریتانیا ته را تښتېدلي وو د ایستل کېدو سره مخ دي. زیات شمېر يې پټ شوي دي، نه غواړي چې جګړې ځپلي هېواد ته بېرته واستول شي.

عصمت په وارخطايي سره د لندن د جنوب په کوڅو کې ګرځي. هر کله چې له لېرې د پولیسو د موټرغږ واوري شاوخوا ته ګوري.

هغه یو غېرقانوني کډوال دی او څه باندې درې کاله کېږي چې پټ ګرځي، په پرلپسې وېره کې ژوند کوي، وېرېږي چې چارواکي به يې ونیسي.

هغه وايی:"پټ اوسېدل ډير سخت کار دی. کله چې زه له کوره بهر یم او پولیس ووینم، فکر کوم چې اوس به مې ونیسي، او بېرته به مې افغانستان ته ولېږي. "

عصمت چې اوس ۲۰ کلن دی په ۱۴کلنۍ کې د افغانستان له جګړې وتښتېد او بریتانیا ته راغی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د ناکراریو له امله ډېر ماشومان له خپلو کورونو تښتېدلي

د عصمت د پناه غوښتنه ونه منل شوه خو اجازه ورکړل شوه چې د څلورو کلونو لپاره بریتانیا کې پاتې شي، په دې موده کې هغه زده کړه وکړه او د خپلو ملګرو او یوې نجلۍ سره ېې ژوند کاوه.

له ۱۸ کلنۍ نه وړاندې، عصمت ته له بریتانیا څخه د ایستل کېدو کاغذونه واستول شول او له هغې راهیسې هغه پټ ګرځي، کله یو ځای وي او کله بل ځای.

هغه وايی: "کله کله له خپلو ملګروسره اوسم. د کار اجازه نه لرم، هرچېرې چې ځم راڅخه د ویزې او د ملي بېمې د نمبر پوښتنه کوي، یوه خونه هم په کرایه نشم نیولای. بې کوره سړی یم. "

په تېرو لسو کلونو کې له ۷۰۰۰ نه زیات ماشومان په یواځې سر له افغانستانه تښتېدلي دي اوپه بریتانیا کې يې پناه اخیستې. هغه کسان چې منل شوي نه دي د ۱۸کلنۍ پورې ورته په موقتي توګه ځای ورکړل شوی.

له دې وروسته باید هغوی په خپله خوښه له بریتانیا څخه ووځي او یا به انتظار باسي چې وایستل شي.

خو یو زیات شمېر پټ شوي دي. ځینې يې په غېرقانوني توګه کارکوي، ځینې نور تل په خوځښت کې وي- د ملګرو په مالي مرستو ژوند تېروي.

عصمت ښايی په بریتانیا کې کوم ډېرښه ژوند ونه لري، خو هڅه کوي بېرته افغانستان ته و نه لېږل شي.

هغه وايی: "که زما ژوند خوندي وي، بېرته خپل کورته ځم. خو که بېرته ولېږل شم وژل کېږم، له همدې امله دلته غېرقانوني او پټ اوسېږم. "

د پناه وړونکو د حقونو پلویان وېريږي چې نور ځوان افغانان چې د پناه غوښتنه يې نه ده منل شوې هم ښايي ځانونه پټ کړي، ځکه اوس هغه بندیز لیرې شوی چې د دوې په بېرته لېږلو باندې لګول شوی و.

د تېر کال د اګست راهیسې کله چې یو شمېر افغانانو له بریتانیا څخه دهغوې د ایستلو پر خلاف د استیناف محکمې ته عریضه وکړه، د ټولو ایستل وځنډول شول، په دې دلیل چې بېرته لېږل د هغوې لپاره ډيرخطرناک وو.

خو عریضه کونکو دعوا بایلوله او محکمې اوس پر ایستلو او کابل ته د هغوی پر بېرته لېږلو باندې بندیز لیرې کړی دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل: "کله چې څوک د خوندې ساتنې لپاره رښتیانۍ اړتیا ثابته کړي، موږ به ورته پناه ورکړو.

"که وموندل شي چې یو څوک نور زموږ ساتنې لپاره اړتیا نه لري، موږ له هغوی نه هیله لرو چې په خپله خوښه له هېواده ووځي. که ونه وځي، موږ به هغوی وباسو. "

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايی نشي ویلای چې راتلونکې کرایه شوې الوتکه به څه وخت کابل ته ځي.

Image caption توفیق حسین وايي افغانستان ته د خلکو بېرته لېږل د هغوې د بشري حقونو ترپښولاندې کول دي.

توفیق حسین، چې د محکمې په قضېې کې د ځینو افغانانو مدافع وکیل دی، باور لري چې د محکمې پرېکړه، په افغانستان کې د امنیتي شرایطو په اړه د زړو شواهدو پر بنسټ شوې ده.

د توفیق حسین ملګري وکیلان اوس په بېړه هڅه کوي چې د افغانستان د خرابېدونکې وضعې په اړه نویو شواهدو سره د پناه غوښتنې نوي غوښتنلیکونه محکمې ته وړاندې کړي.

له هغې راهیسې چې ملګرو ملتونو په ۲۰۰۹ کال کې د ولسي تلفاتو په ثبتولو پېل کړی، تېر کال د ولسي تلفاتو شمېره تر ټولو لوړه وه.

توفیق حسین وايی: "موږ په دې اړه سترې اندېښنې لرو چې د افغانستان اتباع په داسې حال کې بېرته دغې هېواد ته استول کېږي چې هلته په واضح ډول یوه کورنۍ وسله واله نښته روانه ده. د طالبانو په شان ډلې به دا خلک وځوروي او بشري حقونه به يې ترپښولاندې کړي. "

’ ژړا مې نشواې درولای’

د پلټونکي ژورنالیزم د ادارې د څېړنو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت، له ۲۰۰۷ کال راهیسې ۲،۰۰۰ نه منل شوي افغان ماشوم پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استولي دي.

۲۱ کلن حکمت، یو له دغو کسانوڅخه وو. د هغه مور او پلار طالبانو وژلي وو ځکه چې پلار يې د امریکايي عسکرو سره د یو موټرچلونکي په توګه کار کاوه .هغه په ۱۴کلنۍ کې بریتانیا ته راغی.

تر ۱۸کلنۍ پورې يې بریتانیا کې زده کړه او ژوند کاوه او درې کاله وړاندې کابل ته واستول شو.

حکمت وايي: "کله چې زه هلته ورسېدم، ژړا مې نشواې درولای- کورنۍ مې نه درلوده، هېڅوک مې نه درلودل. ډېر وېرېدلی وم. لیدل مې چې خلک په کوڅو کې له ځانه سره ټوپک ګرځوي، ډېره خطرناکه وه. "

حکمت یقین درلود چې که افغانستان کې پاتې شي، طالبان به يې ووژني، نو ځکه له دوه میاشتو نه لږه موده وروسته بیا له افغانستانه وتښتېده. قاچاق وړونکو ته يې له ۱۰۰۰۰ ډالرو زیاتې پېسې ورکړې چې بېرته يې بریتانیا ته بوځي، هغه سفر يې بیا ترسره کړ چې د ماشومتوب په وخت کې يې ترسره کړی و.

د نهو میاشتو په ترڅ کې بریتانیا ته ورسېده او له هغې راهیسې چې دوه کاله وړاندې په غېرقانوني ډول بریتانیا ته راغلی حکمت پټ ژوند کوي.

هغه وايي: "په انګلستان کې د خوندي توب احساس کوم خو خوښ نه یم چې پټ اوسېږم- ډېره سخته ده. پوهېږم چې که پېدا مې کړي، حتما به مې بېرته افغانستان ته ولېږي."