ولسمشر غني: افغانان دې له خپل هېواده نه وځي

Image caption د ښاغلي غني په وینا، له افغانستان نه د افغانانو وتل د هېواد پرمختګ له ستونزو سره مخامخ کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اروپا ته د لسګونو زرو افغانانو د خطرناک سفر په اړه تر یوه برید توند غبرګون ښودلی. نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي افغانان دې بهر ته نه ځي او د افغانستان ابادۍ لپاره دې مټې بډوهي.

نوموړي ویلي، په خطرناکو او مرګونو لار اروپا ته د افغانانو له تګ سره موافق نه دی او له دوی سره 'خواخوږي نه لري'.

د افغانستان ولسمشر وویل، موږ پر هغو افغانانو سلګونه میلیون ډالر ولګول، چې غواړي تر لږ فشار راتلو وروسته هېواد پرېږدي.

د ښاغلي غني په وینا، له افغانستان نه د افغانانو وتل د هېواد پرمختګ له ستونزو سره مخامخ کوي.

دی وايي، بهر ته تلونکي کسان د سفر د لګښتونو برابرولو لپاره خپلې کورنۍ هم له بې وزلۍ سره مخامخ کوي.

ولسمشر غني دا خبرې داسې مهال کړې، چې له افغانستان نه په تېرو درو لسیزو کې ګڼ افغانان وتلي او د یوې سروې له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې له سوریې وروسته افغانان ډېر بهر ته کډوال شوي دي.

په تېر ۲۰۱۵ کال کې تر یو میلیون ډېر وګړي، له افغانستان، عراق او سوریې نه د یونان له لارې اروپا ته اوښتي، چې په یاد کال یې یوازې ۱۵۴۰۰۰ افغانانو جرمني کې پناه غوښتې وه.

خو ولسمشر غني وايي، که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو راتلونکي ته هیله شته.

ملګرو ملتونو ویلي، که چېرې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د ۲۰۱۶ کال تر پایه دوام وکړي، نو دا به یې د کامیابۍ یوه نښه وي.

د بي بي سي یوې سروې په ډاګه کړې وه، چې نژدې ۶۹ سلنه افغانانو ویلي، ژوند یې د تېر کال په پرتله ناوړه شوی، ۸۱ سلنه خلک له حکومته ناراضه ښکاري.

ولسمشر غني وايي، هېواد یې د جګړې په حالت کې دی، چې په وینا یې دا کورنۍ جګړه نه ده، بلکې د نړیوالې او د سیمې د جګړې د یوې برخې اور پکې بل دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېر ۲۰۱۵ کال کې تر یو میلیون ډېر وګړي، له افغانستان، عراق او سوریې نه د یونان له لارې اروپا ته اوښتي، چې په یاد کال یې یوازې ۱۵۴۰۰۰ افغانانو جرمني کې پناه غوښتې وه.

دی وايي، القاعدې اوس ځان پټ کړى دى،که چيرې ټول پام يواځې داعش ډلې ته واړول شي ، نو کېدى شي القاعده په يو بل بريد لاس پورې کړي.

ورته مطالب