د ملي یووالي حکومت د ټاکنیز نظام اصلاحاتو طرحه 'عملي کړې نه ده'

Image caption د مدني ټولنې او د ټاکنیزو اصلاحاتو د پخواني ځانګړي کمیسیون غړو ګډه ناسته درلوده.

مدني ټولنې بنسټونو ځېنې شبکې او د ټاکنیزو اصلاحاتو پخواني ځانګړي کمیسیون ځینو غړو ویلي، د ملي یووالي حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون وړاندیزونه نه دي عملي کړي.

دا شبکه د ټاکنو په برخه کې د فعالو له سلو ډېرو بنسټونو جوړه ده. ددې شبکې مسوولانو د ټاکنیزو اصلاحاتو د منحل شوي ځانګړي کمیسیون د پخوانیو غړو سره په ګډه خبري ناسته کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر وروستي فرمان تونده نیوکه وکړه.

د ټاکنیزو اصلاحاتو پخواني ځانګړي کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي وویل، د ملي یووالي حکومت د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره پر خپلو ژمنو نه یواځې عمل نه دی کړی، بلکې ددې کمیسیون پنځه میاشتنی کار او وړاندیزونه یې له پامه غورځولي دي.

ددې کمیسیون غړي صالح محمد ریګستاني وویل، د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو کمیسیونو د تشکیل، واکونو او دندو قانون د اجرایي کېدو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمانکې ددوي هېڅ وړانديز په نظر کې نه دی نیول شوی.

ښاغلي ریګستاني زیاته کړه، ددغه فرمان کوم موارد چې ددې کمیسیون له پیشنهادي طرحې سره همغږي لري، هغه د ټاکنیزو درغلیو ته د جرمي وصف قایلېدل دی چې د عامل لپاره یې زندان په پام کې نیول شوی، خو یواځې دا مورد نه شي کولی د دې کمیسیون د طرحې له مخې د درغلي مخه ونیسي.

هغه وویل، د ټاکنیز نظام د ښه والي او د روڼتیا د تامین لپاره، د رایو د نظام بدلون، پارلمان کې د ګوندونو د رول پیاوړتیا، د ټاکنیزو سرغړونو د څېړلو لپاره د ځانګړې محکمې جوړېدل او د غوراوي کمېټې جوړېدل، ددې طرحې له بنسټیزو برخو وې چې په فرمان کې له پامه غورځول شوي.

د انځور حقوق .
Image caption د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره خپله طرحه د ملي یووالي حکومت ته وړاندې کړه.

د مدني ټولنو د بنسټونو شبکې (اکسین) یوه مسوول حبیب الله ننګ وویل، د غوراوی کمېټې په ترکیب کې د پنځو لوړپوړو دولتي چارواکو – د پارلمان د دواړو خونو رییسان، د سترې محکمې، بشري حقونو کمیسیون او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمیسیون رییسان – هم د اساسي قانون د ۱۵۲ مادې پرخلاف دي او هم یې ددې کمېتې حقوقي اعتبار ته زیان رسوي.

ښاغلي توحیدي وویل، افغانستان د سیاسي نظام مټې اوسمهال د "مشروعیت له بحران" سره مخ دي او د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډېدو سره دا بحران لا پسې ډېرېږي.

هغه زیاته کړه، د ولسمشري له وروستي فرمان سره په ټاکنو کې روڼوالی چې د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون طرحې اصلي موخه وه، نه تامینېږي.

دغه کمیسیون د ملي یووالي حکومت د تشکیل د هوکړې له مخې، د ټاکنیزو نظام د اصلاح لپاره د ۱۴ کسانو په غړیتوب سره د تېرکال د سرطان/ چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه کار پیل کړ. د ټاکنیزو قوانینو او بنسټونو بدلون په دغو اصلاحاتو کې راتلل.

د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون خپل وړاندیزونه په دوو طرحو کې تېرکال په مني کې ملي یووالي حکومت ته وړاندې کړل چې پر بنسټ یې لومړی د ولسمشر لخوا دوه فرمانونه صادر شول، خو ملي شورا رد کړل.

ښاغلي غني یو ځل بیا په دې اړه یو بل فرمان صادر کړ چې اوس نافذ ګڼل کېږي.

دا دوه فرمانونه د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو کمیسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون په اړه دی. دواړه د کابینې د تصویب او د ولسمشر د قانوني فرمان پر بنسټ په رسمي جریده کې خپاره شوي چې د اجرایي کېدو په معنا یې دي.

ورته مطالب