"د افغانستان پوهنتونو کې جنسیتي بېلوالی نه رامنځته کېږي"

د انځور حقوق GETTY

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د "مثبت تبعیض" په اعمالولو سره یې د کانکور په ازموینه کې د ښځینه داوطلبانو د بریالیتوب کچه لوړه کړې، خو په پوهنتونو کې به جنسیتي بېلوالی (تفکیک) رامنځته نه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال بري صدیقي بي بي سي ته وویل، دوی په پوهنتونونو کې له ۳۰ تر ۳۵ سلنه د ښځینه محصلینو د شمېر لوړولو په موخه دا کار کړی دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، ددې پروګرام په عملي کېدو سره نږدې ۳۰۰۰ ډېرو نجونو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړې ده.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وویل، کومه برخه چې ښځینه محصلینو ته بېله شوې، یواځې د نجونو ترمنځ پرې سیالي شوې ده.

هغه وویل، په مجموعي ډول د ښځینه محصلینو شمېر کموالي واقعیت ته په کتو دا پرېکړه شوې او برسېره پردې په کانکور کې د ختیځ او سوېل ولایتونو د ښځینه داوطلبانو شمېر او ځینې تحصیلي رشتې کمې وې.

د محصلینو چارو مرستیال همداراز ټینګار وکړ چې ددغې پروګرام عملي کولو د کانکور پر علمي کیفیت منفي اغیزه نه ده کړې.

د انځور حقوق

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو دا خبره د هغو ګومانونو په ځواب کې کړې چې د کانکور پایلو تر اعلان وروسته د محصلینو ترمنځ د جنسیتي تفکیک په اړه راپورته شوې ده.

د کانکور په پایلو کې نارینه او ښځینه وو ته ځانګړې برخې "یواځې د ښځینه وو لپاره" او "یواځې د نارینه وو لپاره" مشخص شوي دي. دا جنسیتي تفکیک په ډېر پوهنتونونو او تحصیلي رشتو کې په پام کې نیول شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال وویل، دا تفکیک یواځې د کانکور په پایلو کې ثبت شوی او په ټولګیو کې د جنسیتي تفکیک لامل کېږي نه.

ورته مطالب