"د افغانستان د نفوسو احوال ثبت قانون د تعدیل طرحه برابره شوې"

Image caption ټاکل شوې وه الکترونیکي پېژندپاڼه په دغه بڼه ووېشل شي، خو د ځېنو اعتراضونو له دا لړۍ پیل نشوه.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي، د کابینې د قوانیونو کمېټې د نفوسو د احوالو ثبت قانون جنجالي مادې د تعدیل طرحه برابره کړې او که چېرې د افغانستان د ملي شورا لخوا تصویب شي، نو د الکترونیکي پېژندپاڼو (تذکرو) وېشلو لړۍ به پیل شي.

افغانستان کې د خلکو ترمنځ د افرادو د ملیت یا قوم د ثبت په اړه د نظر اختلاف شته. ځېنې غواړي چې په دې پېژندپاڼه کې ټولو ته "افغان" ولیکل شي خو نور بیا دا کلمه یواځې پښتون قوم ته منسوبوي او باور یې دا دی چې په پېژندپاڼه کې ددې کلمې لیکل د افغانستان پر نورو قومونو د پښتنو د هویت تحمیل دی.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال په فیسبوک پاڼه کې ویل شوي، د یکشنې ورځې (حمل/ وري ۱۵مه) د قوانیو کمېټې لخوا پردې قانون بحث وشو او د تعدیل طرحه یې برابره کړه.

د انځور حقوق danish
Image caption د ښاغلي دانش دفتر وایي، د کابینې د قوانینو کمېټې د نفوسو د احوالو ثبت قانون شپږمه ماده تعدیل کړه.

دویم مرستیال ویلي: "ددې قانون د ځېنو موادو پرسر د نظر اختلاف او اعتراضونه د پېژندپاڼې د وېش بهیر د پلې کېدو پروړاندې له اساسي خنډونو دی او حکومت ددې موضوع اهمیت ته په کتو، له بېلابېلو ټولنیزو، مدني او سیاسي ډلو سره ددې ستونزې د حل او قانون د پلې کېدو پر سر مشوره کړې ده."

ښاغلي دانش زیاته کړې، د بېلابېلو ټولنیزو ډلو د اعتراض پر بنسټ، د نفوسو د احوالو ثبت قانون د شپږمې مادې تعدیل او د تعدیل طرحې پر بنسټ د قانون په متن او د پېژندپاڼې په لومړي مخ کې د "ملت" او "قوم" پر زیاتېدو سره کېدای شي دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ښاغلي دانش ویلی، د افغانستان د ملي شورا لخوا ددې مادې د تعدیل له تصویبېدو سره، د نفوسو د احوالو ثبت قانون پلې کېدل او د الکترونیکي پېژندپاڼو وېشل پیلېږي.

د دویم مرستیال د عامه اړیکو دفتر ویلي، د کورنیو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو چارواکو هم په دې ناسته کې ویلي چې د پېژندپاڼې وېشلو ته پوره چمتووالی لري.

قومي مشخصات

د نویو پېژندپاڼو جنجالي برخه د افغانستان د بېلابېلو قومونو د نومونو لیکلو په تړاو د نظر اختلاف دی. ځېنې ټینګار کوی چې په پېژندپاڼه کې د قومونو نومونه ولیکل شي او ځېنې نور بیا وایي چې د ټولو اتباعو لپاره دې "افغان" ولیکل شي.

خو د ۱۳۹۲ کال به جوزا/ غبرګولي میاشت کې د افغانستان ملي شورا د نفوسو د احوال ثبت قانون تصویب کړ چې د هغې له مخې د افرادو قوم او ملت په دغو پېژندپاڼو کې نه لیکل کېږي او پرځای یې د قومیت په ګډون د افراد نور مشخصات لکه د ګوتو نښې او د سترګو انځور له کورنیو چارو وزرات سره ثبتېږي.

پردې سربېره، د قانون پر بنسټ باید د پېژندپاڼې اخستونکي نوم، د کورنۍ نوم، د پلار نوم، د نېکه نوم، د اوسېدو اوسنی ځای، د اوسېدو اصلي ځای، د زېږېدو ځای او نېټه ثبت شوی وای.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د نفوسو د احوالو ثبت قانون د ۲۰۱۴ کال به ډسمبر میاشت کې توشیح کړ او د افغانستان د نفوسو سرشمېرنه یې د هېواد د اقتصادي پروګرامونو طرحه کولو لپاره حیاتي وبلله.

ورته مطالب