ښار کې اوبو درېدو، کابل ښاروالي بېړنۍ کمېټې جوړولو ته اړ کړه

Image caption تېره اونۍ د پرلپسې اورښتونو له امله د ښار ډېرو سیمو کې اوبه ولاړې وې.

په تېرو ورځو کې د موسمي بارانونو له امله د کابل ښار ډېرو سیمو کې اوبه ډنډ پاتې شوې. ولاړو اوبو د کابل ښار څېره بدله کړه او په ټولنیزو شبکو کې یې د ښار د اوسېدونکي اعتراضونه راوپارول.

د کابل ښاروالۍ نن اعلان وکړ چې د اوبو ولاړېدو ستونزې د حل کولو لپاره یې د بېړني حالت کمېټه جوړه کړې ده.

ددې کمېټې رییس تواب احمدي نن (پنجشنبه حمل/ وری ۱۹مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، د کابل لومړنی ستونزه خپله د کابل اوسېدونکي دي.

هغه وویل، دا چې د ښار په واټونو او ځینو سیمو کې اوبه ډنډ پاتې کېږي، لامل یې دا دی چې ښاریان او مغازه لرونکي د سړکونو څنګ ته ویالې په خاورو، خځلو بندوي.

د ښاغلي احمدي په وینا، بله ستونزه د خځلو په راټولو کې له ښاروالۍ سره د خلکو نه همکاري ده.

هغه وویل، په غیرپلاني سیمو کې د جوړو شویو کورونو اوبه او هغه اوبه چې له له حمامونو او د موټرو وینځلو له ځایونو سړکونو ته راځي، د کابل ښار نورې ستونزې دي.

Image caption د کابل ښاروالۍ د اضطرار کمېټې غړي له ښاریانو غواړي له دوی سره همکاري وکړي.

د بېړني حالت کمېټې د رییس په وینا، د کابل ښار له شمالي سیمې سرای شمالي نه د ښار ختیځ برخې ده سبز ته غځېدلی لوی کانال د نه پاکېدو او په اوږدو کې یې د هوټلونو جوړېدو له امله یا تړل شوی او یا هم د اوبو لېږدولو ظرفیت کم شوی دی.

ښاغلي احمدي وویل، اوسمهال ددې کانال پاکول پیل شوي او ورسره هڅه شوې د ښار هغو سیمو کې چې د اوبو تېرېدو لاره نشته، د اوبو جذبېدو لپاره په ځمکه کې لویې څاه ګانې وکېندل شي.

هغه وویل، ددې دوو طرحو اجرا کېدل به په ښار کې د اورښتونو پرمهال تر ۶۵ سلنې د اوبو ډنډ کېدو ستونزه حل کړي.

د ښاغلي احمدي په وینا، دا څاه ګانې به په ورځ کې د ۱۰ زره لیټره اوبو جذبولو ظرفیت ولري. دا کار له یوې خوا د ځمکې لاندې اوبو ډېرېدو لامل کېږي او له بلې خوا په دغو څاه ګانو کې ذخیره شوې اوبه د زرغونو سیمو خړوبولو لپاره هم کارول کېږي.

هغه د کابل ښاروالي بنسټیزه طرحه د سطحي اوبو ویستلو لپاره د یوه لوی کانال کېندل وبلل چې یو کال به وخت ونیسي.

Image caption کابل ښاروالي وایي، ښاریان او مغازه لرونکي د سړکونو څنګ ته ویالې په خاورو، خځلو بندوي.

هرکال د اورښتونو موسم په پیلېدو سره د کابل ښار لارو او کوڅو کې اوبه راټولېږي چې ورسره خلک او د ښار ترافیک په تګ راتګ کې له جدي ستونزو سره مخ کېږي.

له بلې خوا په ښار کې د کانالازیسیون نشتوالی او یا هم د فاضلاب سېسټم نشتوالی لامل کېږي چې د باران په موسم کې اوبه ډنډ پاتې شي او سړکونو او کورونو تخریب کړي.