د افغانستان څارګرې ادارې د طالبانو له زندانه ۱۴ بندیان خوشي کړي

د انځور حقوق c

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې په سوېلي ولایت هلمند کې د طالبانو یو زندان تر خپلې ولکې لاندې راوستی، ۱۴ بندیان یې خوشي کړي او د زندان ۴ ساتونکي یې نیولي دي.

د څارګرې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا عملیات د ګرشک ولسوالۍ دشت شور سیمه کې شوي او خوشي شوي کسان ټول ځوانان او نوي ځلمیان دي.

ملي امنیت وايي، دا زندان د مظلومیار په نوم د طالبانو د یوه قومندان اړوند و.

د څارګرې ادارې په یوه ویډیو کې چې رسنیو ته لېږل شوې، دوه تنه نیول شوي کسان اعتراف کوی چې دا زندان د طالبانو د یوه سرګروپ مظلومیار اړوند دی او دوی یې د ساتلو مسوولیت درلود.

دا لا څرګنده نه ده چې دا اعتراف په کوم حالت کې له دوی اخستل شوی دی.

طالبانو لا په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

څه موده وړاندې هم د افغانستان دفاع وزارت ویلي و، په هلمند کې د پوځ په ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندانه ۱۶ زندانیان خوشي کړي دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان دفاع وزارت وویل، په سوېلي ولایت هلمند کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۲۵ ماشومان، ۵ ښځې او ۵ نارینه خوشي شوي دي.

ورته مطالب