"غواړم د نقاشۍ له لارې د فراه لرغونې سیمې نړیوالو ته وروپېژنم"

Image caption د فریدون کلا دوه زره کاله لرغونتوب لري چې ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده. په لرغونو وختو کې خلک په همدې کلا یا د فراه زاړه ښار کې اوسېدل چې له خټو او خامو خښتو جوړه شوی.

معماري او انځورګري تل سره ملګري پاتې شوي؛ یو د بل د پایښت لپاره کار کوي او دا تړاو له پخوا راپاتې دی. د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې یوه ځوان انځورګر هوډ کړی چې د فراه لرغونو سیمو ودانۍ د نقاشۍ له لارې نړیوالو ته وروپېژني.

انځورګر نقیب الله صمدزی وایي، که بهرني سیلانیان فراه ته نه ورځي، نو دی به د لرغونو سیمو تابلوګانې ورواستوي.

فراه ډېرې لرغونې او تاریخي سیمې لري، یو له هغو د فریدون کلا ده چې د فراه په زاړه ښار هم مشهوره ده. د فریدون کلا یو له لرغونو ودانیو ده چې ډېرې برخې یې اوس ویجاړې شوې دي.

د فریدون قلعه لومړنۍ لرغونې سیمه ده چې ښاغلي صمدزي نقاشي کړې. ښاغلي صمدزي د کلا مخې ته د انځورګرۍ سه پایه کېښوده او په ځیر، ځیر یې د کلا دروازې ته وکتل.

هغه خپل کار پیل کړ او ساعت وروسته یې د کلا داسې په زړه پورې انځور وایست، ته وا د کامرې تور او سپین عکس دې مخې ته اېښی دی.

Image caption صمدزي ساعت وروسته د کلا داسې په زړه پورې انځور وایست، ته وا د کامرې تور او سپین عکس دې مخې ته اېښی دی.

د فراه د چارواکو په وینا، له تېرو نږدې اوو کلونو راهیسې هېڅ بهرنی وګړی ددې کلا لیدو ته نه دی راغلی؛ هغه کلا چې د پخوانیو حماسي کیسو مشهور پاچا فریدون په نامه یادېږی. د فارسي په حماسي اثر شاهنامه کې د فریدون یادونه شوې ده.

ښاغلی صمدزی وایي، غواړي دا کلا نقاشي کړي او تابلوګانې یې نورو هېوادونو ته واستوي.

هغه وویل: "ما هوډ کړی چې د فراه ولایت ټولې لرغونې سیمې او ورپسې د ټول افغانستان د لرغونو ودانیو انځورونه نړیوالو ته د نقاشۍ د اثارو له لارې وروپېژنم. دا به ثابته کړي چې فراه یو مهال د لوی تمدن مرکز و."

صمدزی وایي، د لرغونو سیمو د نقاشۍ پرمهال داسې احساس کوي، لکه دی چې پخوانیو وختونو ته ورګرځېدلی وي او پخواني خلک ویني.

د فریدون قلعه ۲۰۰۰ کاله لرغونتوب لري چې په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده. په لرغونو وختو کې خلک په همدې کلا یا د فراه زاړه ښار کې اوسېدل چې له خټو او خامو خښتو جوړه شوی.

Image caption د فریدون کلا ۹۹ برجونه لري، خو له دې هېڅ یو روغ پاتې نه دی. ډېرې خونې یې هم ویجاړې شوي او تیارو سمڅو ته پاتې کېږي چې اوسمهال پر نشه یي توکو روږدي کسان ترې ګټه اخلي.

دا کلا دومره لویه او پراخه ده چې له سوېلي دروازې یې شمالي دروازه سمه نه تر سترګو کېږي.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فرید احمد ایوبي وایي، د فریدون کلا د سلګونو کلونو په اوږدو کې د باد او بارانونو له امله زیانمن شوې، خو د خوښۍ خبره دا ده چې دلته هېڅ ډول قانوني یا ناقانونه کېدنې نه دي شوي.

"دا لرغونې ودانۍ پر خپل حال ده، خو ځينې برخې یې ویجاړې شوي او دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده".

د فریدون کلا ۹۹ برجونه لري، خو له دې هېڅ یو روغ پاتې نه دی. ډېرې خونې یې ویجاړې شوي او تیارو سمڅو ته پاتې کېږي چې اوسمهال پر نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره په مرکز بدل شوی دی.

ایوبي وویل: "د ولایت له مقام او امنیه قوماندانۍ مو تل همکاري غوښتې چې دا روږدي کسان یو بل مناسب ځای ته ولېږدوي چې کلا ته نور زیان وانه وړي. له بده مرغه تراوسه حکومت د کلا د ترمیم لپاره ګام نه دی پورته کړی."

هغه وویل، په وار وار یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مکتوبونه وراستولي، چارواکو ژمنه کړې، خو په عملي توګه یې تراوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.

د چارواکو په وینا، په فراه ولایت کې ټولې ۲۸ لرغوني سیمې او ودانۍ شته چې ۲۲ یې په رسمي ډول ثبت شوي دي.

ډېرې لرغونې سیمې له خټو او خامو خښتو جوړ دي او له همدې امله یې د زیان کچه لوړه ده.

ورته مطالب