د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې

د انځور حقوق
Image caption د لوړو زده کړو وزارت وايي ۱۰۴ زره زده کوونکي په دې توانېدلي چې پوهنتونو او نورو تحصيلي موسسو ته لار پيدا کړي

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په رسمي ډول د کانکور ازموينې پایلې اعلان کړې. د دغه وزرات وزیرې فریدې مومند وويل "د هېواد په کچه د کانکور ازموينې لپاره له ۱۹۸ زرو ډېرو کسانو نومليکنه کړې وه چې نژدې ۱۷۹ زره کسانو په کې ګډون کړی و".

نوموړې وايي له دغو کسانو ۱۰۴ زره په دې توانېدلي چې پوهنتونو او نورو تحصيلي موسسو ته لار پيدا کړي.

اغلې مومند زياتوي، دولتي لوړو زده کړو موسسو ته بریاليو کسانو شمېر ۵۸ زره او دولتي نیمه عالي موسسو ته د بریالیو کسانو شمېر ۴۷ زره تنه دي".

نوموړي وايي پر دې سربېره د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۵۱ زره کسان دي.

د کانکور ازموينو په ترڅ کې ۲۲ زره کسان په دې نه دي توانېدلي چې کوم پوهنتون يا تحصيلي موسسې ته لار پيدا کړي.

فرامرز رحیمي د هرات ولایت د هېواد ښوونځي څخه د لوړو نومرو په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل شوی.

احمد فواد فرزام او جمیشد په ترتیب دویم او درېیم نومره شوي دي.

د کانکور د پایلو د اعلان په غونډه کې اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و، نوموړي وویل، چې په دولتي تحصیلي موسسو کې د نسبتا کمو کسانو د منل کېدو امکانات شته خو په خصوصي تحصیلي موسسو کې به پاتې کسانو ته د زده کړې زمینه برابره شي.

تیر کال د کانکور په ازموینه کې ۱۱۸ زره کسان بریالي شوي وو، چې دوی لوړو زده کړو، نیمه لوړو زده کړو او خصوصي لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړې وه.

ورته مطالب