'تر ۲۰۲۳ پورې ماین پاکۍ کې افغانستان خپل هدف ته نه رسېږي'

د انځور حقوق AP
Image caption د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د نویو ماینونو اېښودل او ناچاودي توکي د خلکو او د ماین پاکۍ د مؤسسې پر وړاندې لوی سرخوږی جوړوي.

د اپریل څلورمه، چې د ماینونو د ګواښ د خبراوي نړیواله ورځ ده، د افغانستان پلازمېنه کابل کې ولمانځل شوه.

د افغانستان حکومت وايي، د مالي ستونزو له کبله به دا توان ونه لري، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان خاوره له ماینونو پاکه کړي.

د افغانستان حکومت د انسان ضد ماینونو د مخنیوي د کنوانسیون په لاسلیکولو سره ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د هېواد ټولې برخې له ماینونو پاکې کړي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره تر ۵۲۰ میلیون ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.

خو له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وايي، له نژدې درو کلونو راهیسې د ماین پاکۍ پروګرام له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی:

Image caption افغانستان له لسیزو جګړو وروسته، د ماین او ناچاودو توکو له اړخه تر ټولو اغېزمن شوی هېواد دی.

''له ۹۲ کال راپدېخوا زموږ مالي وضعیت مخ پر ځوړ شو، په ټوله کې ویلی شم چې له دې وضعیت سره موږ دا توان نه لرو چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به موږ خپل هغه لس کلن هدف ته ورسېږو، چې افغانستان به له ماینونو او ناچاودو توکو پاک هېواد اعلان شي ''.

د ماین پاکۍ مؤسسې چارواکي وايي، مالي ستونزې یې ددې لامل شوې، چې د ماین پاکۍ د پنځلس زره کارکوونکو شمېر پنځو زرو کسانو ته راټيټ کړي.

پر همدې مهال، ویل کېږي لاهم د افغانستان نژدې یوزر او شپږ سوه کلي له ماینونو نه دي پاک شوي.

د 'اومر' ماین پاکۍ مؤسسې مشر فضل کریم کریم وايي، د مالي سرچینو د کمېدو له کبله یې د ماین پاکۍ د کارکوونکو شمېر بیخي راکم کړی دی:

''یو وخت موږ تقریباً ۱۵ زره ماین پاکان لرل، چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې کار کاوه، دا هغه وخت و چې کورنۍ جګړه وه، او له جګړې وروسته حکومتي نظامونه بدل شول، ماین پاکانو هڅه کوله چې خپل هېوادوال وژغوري''.

بل خوا، د ''هلو ټرسټ'' د ماین پاکۍ مؤسسې مشر فرید همایون وايي، د خښ کړای شویو ماینونو چاودنې هره میاشت د لسګونو افغانانو ژوند اخلي:

''له بده مرغه، ماین او ناچاودي توکي هره میاشت له سلو ډېر افغانان وژني. دا کار د کاري ځواک، اقتصاد، د خوړو د مصونیت او ټیکاو له پلوه هم افغانستان له ستونزو سره مخامخ کوي. موږ غواړو د ماین خطر ته د پای ټکی کېږدو او په دې چاره کې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو. ''

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن ویلي، دغه سازمان په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرامونو ملاتړی دی:

''تاسو ته ډاډ درکوم چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرام ملاتړ ته ژمن دي. زه له مرستندویو هېوادونو غواړم چې د ماین پاکۍ د پروګرامونو عملي کولو لپاره له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.''

تر دې دمه امریکا، بریتانیا، کاناډا، هالنډ، سویډن، ناروې، ډنمارک، استرالیا او عربي متحده اماراتو د ماین پاکۍ له مؤسسو سره مالي مرسته کړې ده.

افغانستان له لسیزو جګړو وروسته، د ماین او ناچاودو توکو له اړخه تر ټولو اغېزمن شوی هېواد دی.

په دې هېواد کې نژدې ۲۵ کاله وړاندې، د ماین پاکۍ یوې مؤسسې فعالیت پیل کړی. دا مهال، په دې هېواد کې د ماین پاکۍ پنځه کورنۍ او دوه نړیوالې مؤسسې کار کوي، او ویل کېږي چې تر اویا سلنې ډېرې ځمکې یې له ماینونو پاکې کړې دي.

د انځور حقوق .
Image caption د ماین پاکۍ مؤسسې چارواکي وايي، مالي ستونزې یې ددې لامل شوې، چې د ماین پاکۍ د پنځلس زره کارکوونکو شمېر پنځو زرو کسانو ته راټيټ کړي.

د ماین پاکۍ د مؤسسې چارواکي وايي، تر اوسه یې له زرو ډېر کار کوونکي د کار پرمهال وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

بل خوا، د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د نویو ماینونو اېښودل او ناچاودي توکي د خلکو او د ماین پاکۍ د مؤسسې پر وړاندې لوی سرخوږی جوړوي.

ورته مطالب