کابل: د علي اباد روغتون ډاکترانو کاربنديز پای ته ورساوه

Image caption د کابل پوليس وايي په دې تړاو يې دوه تنه نيولي دي

د کابل د علی اباد روغتون ډاګټرانو له دوو ورځو وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

دوی وايي، د ارګ امنیتي چارواکو ته اړونده کسانو د روغتون د یوه تن کارکوونکي د وهلو ډبولو په اعتراض یې د کار بندیز اعلان کړی و. چې یوازې بیړنۍ برخه یې فعاله وه.

وهل شوي کار کوونکي هڅه کړې وه، چې د روغتون له بیړنۍ خونې نه دغه کسان بهر کړي.

پولیس وايي، په دې تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې د تورنو کسانو له خپلوانو اته تنه د بښنې لپاره د علی اباد روغتون ډاکټرانو ته ورغلل، په دې سره دغو ډاکټرانو هم خپل اعتصاب پای ته ورساوه.

خو ډاکټران له حکومته غواړي چې د دغې پېښې عاملين محاکمه کړي. او د دې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی چې تر محکمې پورې د تورنو کسانو رسول وڅاري. د دغه روغتون یو تن ډاکټر نجیب الله امرخیل وويل دوی یوه ناروغه ښځه راوستلې وه، د نس په برخه کې يې دردونه لرل، غوښتل یې چې د ښځینه په وارډ کې نارینه هم ور سره و اوسي.

نوموړی زياتوي "زموږ کارګر یې مخه نیولې وه چې هلته د نورو خلکو ښځې هم شته. نو کارګر یې په دوه – درې کسانو وهلی و او تر څنګ یې زموږ پر نوکریوال هم تپانچه را ویستلې او مرمۍ یې ورته تېره کړې وه"

د دغه روغتون کار کوونکی محمد شاه پور چې په سر ټپي شوی او اوس تر بیړنیو روغتیايي څارنو لاندې دی د کورنۍ غړی يې وايي:

"زه یې تره کېږم ، په ملا پښو او سر ټپي شوی خو سر یې زیات ژوبل شوی دی".

پولیس وايي، دوه تنه چې یو د هغه حکومتي چارواکي زوی او بل یې زوم دی د پېښې په تړاو یې نیولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د روغتون کار کوونکي وهل کېږي او ډبول کېږي په وروستیو کلونو کې د زورواکو له خوا پر ډاکټرانو د بریدونو په تړاو رپوټونه او خبرونه خپاره شوي دي.

د دغه روغتون یو بل ډاکټر محمد یونس خیري د څو ورځو مخکې کیسه داسې کوي

"د شپې لس یا لس نیمې بجې وې یو شمېر زیات خلک را غلل او ګومان کوم ځان یې را وپيژانده، ویل يې د ملي امنیت کسان دي. ناروغ یې را وړی وه چې د دوی نیکه وه او په لاره کې وفات شوی و، ما ورته وویل چې ناروغ مو په حق رسیدلی ، دوی خپله توپانچه را ویسته او ما ته یې وینوله او وویل چې ډاکټره !! له تا نه زه خپل ناروغ ژوندی غواړم، د خدای شکر چې یو له هغو خپلوانو څخه یې وه چې مداخله یې وکړه او هغه احساساتي کس یې کنټرول کړ. "

د یو شمېر چارواکو او یا د کورنیود غړو له خوا یې په زور زیاتي سره له دولتي واکونو او اسانتیاو څخه ګټې اخیستنې په دا ورستیو کلونو کې زیاتې شوې.

یو شمېر یې د وسلې په مټ عمومي ځایونو لکه ښونځیو، سیل ځایونو، روغتونونو او داسې نورو ځایونو ته د ننه کېږي او چې د مخنیوي هڅه یې کېږي نو پر پولیسو او ساتونکو بریدونه کوي.

با عذر خواهی ضاربان کارمند شفاخانه (بیمارستان) علی‌آباد کابل، پزشکان شفاخانه دست از اعتصاب کشیدند

د

ورته مطالب