د جبل السراج د سیمټو فابریکه بیا فعاله شوه

د غوري د سيمټو فابريکه
Image caption افغانستان اوس په کال کې ۶ ميليونه ټنه سيمټو ته اړتيا لري. حکومت او خصوصي سکتور هڅه کوي چې د سيمټو بيې ښکته کړي.

د جبل السراج د سیمټو د تولید فابریکې له ۲۰ کلونو څنډ وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړ. د دغې کارخونې بیا رغونه چې د جګړو پرمهال ورانه شوې وه، د افغانستان د کانونو وزارت په بودیجه کې د ۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړه شوه.

د پروان ولایتي ویاند وحید صدیقي بي بي سي ته وویل، دغه کارځای دمګړۍ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ ټنه سیمټ تولیدوي:

''څلور میاشتې وړاندې یې چې د بیارغونې چارو دوام درلود، تر ۷۰ میلیون افغانیو ډېر لګښت پرې راغلی، چې د کانونو او پیټرولیم وزارت ورکړې ده.''

نوموړی وايي، د دغې کارخونې د سیمټو د تولید لپاره لګول شوې دوراني پانګونه ۱۳۰ میلیون افغانیو ته رسېدلې ده.

صدیقي زیاتوي، دغه کارخونه به د تېر په څېر خپل فعالیت او تولید ته دوام ورکوي.

د پروان ولایتي ویاند وايي، په روان کال کې به د جبل السراج د سیمټو کارخونه شاوخوا ۲۵ زره ټنه سیمټ بازار ته وړاندې کړي.

د دغه کارځای بیا فعالېدو ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د جبل السراج د سیمټو کارځای په ۱۳۳۷ کې جوړ شوی.

د انځور حقوق momp
Image caption د جبل السراج فابریکې د بیا فعالیت په پلمه مراسم

د سيمنټو لومړنۍ فابريکه په ۱۳۰۸ لمريز کال د کابل په مکروريان سيمه کې ايټالويانو جوړه کړې وه. دويمه فابريکه په جبل السراج کې جوړه شوې چې اوس دا دواړه فابرېکې فعاله نه دي.

افغانستان اوس په کال کې ۶ ميليونه ټنه سيمټو ته اړتيا لري. حکومت او خصوصي سکتور هڅه کوي چې د سيمټو بيې ښکته کړي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره په کور دننه توليد شوي سيمټ کافي نه دي او افغانستان همدا اوس ميليونونه ټنه سيمټ له پاکستان او ايران نه واردوي.

Image caption د غوري د سيمټو فابريکه په افغانستان کې د سيمټو د توليد تر ټولو لويه فابريکه ده. دغه فابريکه په ۱۳۴۴ لمريز کال کې جوړه شوه.

د غوري د سيمټو فابريکه په افغانستان کې د سيمټو د توليد تر ټولو لويه فابريکه ده. دغه فابريکه په ۱۳۴۴ لمريز کال کې جوړه شوه.

ورته مطالب