کورنۍ سینما یوځل بیا په کابل کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ټلویزیون او انټرنېټ له پراخوالي سربېره د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې سینما بیاهم خپل ارزښت ساتلی. کله چې نوي فلمونه جوړ شي لومړی د یوه هیئت له لورې ارزول کیږي چې د لېدونکو د عمر وړتیا ورته وټاکي.

بیا په سینماګانو کې ښودل کیږي. څو اوونۍ وروسته بیا بازار ته راوځي او په ډي وي ډي کې پلورل کیږي.

سینما ته تګ خلکو ته یوه په زړه پورې بوختیا ده. د لویې پردې پرمخ فلم کتل او د سینما په چاپېریال کې څو ساعته اوسېدل خلکو ته له خونده ډکه تجربه ده.

خو په افغانستان کې وضعیت بل ډول دی. سینما خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی. ترڅنګ یې امنیتي ستونزې او د سینما ناوړه ماحول هم د مینه والو زړه سوړ کړی. کورنۍ او مېرمنې خو له څو لسیزو راهیسې په سینما ګانو کې نه دي لیدل شوې.

Image caption حنیفه وایي څلوریشت کاله وروسته سینما ته راغلې یم. "یو وخت به کورنۍ سینما ته تلې او نورې بوختیاوې یې هم لرلې، خو اوس د تېرو جګړو له امله هرڅه بدل شوي او امنیتي ستونزې هم کورنۍ ښه وخت ته نه پرېږدي."

خو تل داسې نه وو. یو وخت د کابل ۱۸ سینماګانو ته به کورنۍ په ډاډه زړه ورتلې. ډېری سینماګانو د شپې تر ناوخته فلمونه نندارې ته اېښودل. ځینې سینماګانو به د کمیس او پرتوږ سره خلک د ننه نه پرېښودل.

په دې وروستیو کې یو څو پانګوالو هوډ کړی چې بیا هغه پخوانی دود راژوندی کړي. هغوی د کورنیو لپاره په کابل کې یوه نوې سینما جوړه کړې چې نارینه په یوازې سر د ننه نه پرېږدي. او مینه وال یې هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

په دې سینما کې چې کهکشان نومیږي هندي او امریکایي فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي. دا سینما چې ۷۱ څوکۍ لري په مډرنو تخنیکي توکو سمبال ده. جوړولو ته یې مسلکي او تخنیکي کارکوونکي له ګاونډ هېوادو راوستل شوي. خدمات یې هم په نړیواله کچه دي.

Image caption احمد صخره د پانګوالو له ډلې یو دی چې د سینما مشري هم کوي. دی وایي په ماشوم والي کې به له کورنۍ سره سینما ته تلو او په یو سالم چاپېریال کې به یې فلمونه کتل.

له امنیتي ستونزو او دودیز محدویتونو سره سره په لومړنیو دوو اوونیو کې څه باندې زر وګړي د فلمونو لیدو ته ورغلي وو. یوه هم حنیفه رئیسي وه چې د دولت کارکوونکې ده.

حنیفه وایي څلوریشت کاله وروسته سینما ته راغلې یم. "یو وخت به کورنۍ سینما ته تلې او نورې بوختیاوې یې هم لرلې، خو اوس د تېرو جګړو له امله هرڅه بدل شوي او امنیتي ستونزې هم کورنۍ ښه وخت ته نه پرېږدي."

د کابل ځینې پخوانۍ سینماګاني لاهم د فلم مینوالو پرمخ پرانیستې دي. نندارې ته یوازې نارینه ورځي او د کورنیو ورتګ ته چمتو نه دي. ډېری ښځې په دې باور دي چې د سینماګانو چاپېریال ښځو او کورنیو ته مناسب نه دی او د جنسي زورونې احتمال په کې ډېر دی. لوستي نارینه هم د سینما تګ غوره نه بولي. د دوی په اند هغه کسان چې د ناوړه کارونو پسې ګرځي سینما ته ځي.

Image caption سینما تګ خلکو ته یوه په زړه پورې بوختیا ده.

د کهکشان سینما د جوړېدو لامل هم دا دی چې یوازې کورنۍ او مېرمنې د فلم لیدو ته زړه ښه کړي. او نارینه په یوازې سر پرېنښودل شي.

په دې نوښت کې څلورو پانګوالو ونډه اخیستې. دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت او افغان فلم موسسې له ملاتړه منندوی دي.

احمد صخره د پانګوالو له ډلې یو دی چې د سینما مشري هم کوي. دی وایي په ماشوم والي کې به له کورنۍ سره سینما ته تلو او په یو سالم چاپېریال کې به یې فلمونه کتل.

Image caption دا سینما د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستیالې مژګان مصطفوي له خوا پرانیستل شوه

له همدې کبله یې هوډ وکړ چې هغه پخوانی دود بیا راژوندی کړي. " د دې سینما پرانیسته د یو نوي دود بنسټ اېښودنه ده په تېره بیا کورنۍ او مېرمنو ته چې په ارام چاپېریال کې له فلم لیدو خوند واخلي."

د افغان فلم موسسې یوه دنده دا ده چې په سینما کې له ښودلو مخکې فلمونه وګوري او له افغاني دود سره یې برابر کړي. داسې صحنې ځینې وباسي چې د افغانانو له دود سره په ټکر کې دي. د افغان فلم چارواکو په وینا ځینې نورو سوداګرو هم د کورنۍ سینما د پرانیستې نیت لري او له دوی یې د ملاتړ غوښتنه کړې.

ورته مطالب