'ننګرهار کې ۲۵ حکومت مخالف وسله وال وژل شوي'

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت چارواکي وايي افغان ځواکونو په څو ولسوالیو کې په پیل شوو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله وال وژلي او ټپیان کړي دي.

د ننګرهار په نا امنه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو د پیل پنځمه ورځ ده.

د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي په کوټ ولسوالۍ کې ۱۹ وسله وال وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي، نوموړی وايي عملیات به لا نور هم د وسله والو د ځپلو په موخه پسې وغځېږي.

''د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پسرلني عملیات پیل شوي.

د اچین او کوټ ولسوالیو کې څلوېښتو حکومت مخالفو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. ۱۹ مخالفین په کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي او په اچین کې د کورنیو ځواکونو په هوايي ځواکونو کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي''.

له اچین ولسوالۍ نه هم د جګړو رپوټونه ورکړل شوي.‎دغلته داعش وسله والو د ځايي پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي، خو چارواکي پکې د پاڅونوالو د مرګ ژوبلې پخلی نه کوي.

تر اوسه داعش د وروستیو بریدونو او دغې ډلې ته د اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته مطالب