ولسي جرګې د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ نوماندانو ته د باور رایې ورکړې

د افغانستان ولسي جرګې د کورنیو چارو نوماند وزیر تاج محمد جاهد او د لویې څارنوالۍ لپاره نوماند فرید حمیدي ته د باور رایې ورکړې.

دغه کسان د کب میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي وو او د وري پر ۱۶مه، ولسي جرګې ته ورمعرفي شول.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې، ۲۲۵ وکیلان موجود و، تاج محمد جاهد د ۱۹۰ وکیلانو او حمیدي د ۲۰۰ استازو د باور رایې وګټلې.

د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي له ولسمشر غني وغوښتل، چې ددفاع وزارت او د ملي امنیت ادارې سرپرستۍ ختمه کړي.

په وروستیو کلونو کې تر ډېرې مودې پورې وزارتونو او لوړپوړو دولتي څوکیو ته سرپرستان ټاکل کېږي، چې د ډېرو له نیوکو سره مخامخ کېږي.

ابراهیمي د حکومت له مشرانو دا هم وغوښتل، چې د سرې میاشتې سرپرستۍ ته هم د پای ټکی کېږدي.

Image caption ښاغلي ستانکزي ته د چنګاښ میاشتې پر ۱۳مه، د ولسي جرګې د استازو له خوا د باور رایه ورنه کړل شوه.

دا مهال، د دفاع وزارت چارې د معصوم ستانکزي په سرپرستۍ مخ ته وړل کېږي. نوموړی د تېر کال په غوايي میاشت کې د دفاع وزارت لپاره سرپرست وټاکل شو.

ښاغلي ستانکزي ته د چنګاښ میاشتې پر ۱۳مه، د ولسي جرګې د استازو له خوا د باور رایه ورنه کړل شوه.

د ملي امنیت ادارې د مخکیني مشر رحمت الله نبیل له استعفا وړاندې کولو وروسته، د تېرې لیندۍ پر ۲۰مه، محمد مسعود اندرابي ددغې ادارې د سرپرست په توګه ونومول شو، خو تر اوسه روښانه نه ده چې نوموړی به پارلمان ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي شي که نه.

ورته مطالب