افغان ماشوم چې ويل يې "اکسيجن نشته"

Image caption ماشوم له فرانسې څخه بريتانيا ته راغلی و

يو افغان ماشوم چې بريتانيا ته د تلو لپاره لارۍ موټر کې پټ شوی او ساه يې بنده شوې وه د پيغام له لارې پوليسو ته خبر ورکړی او خپل ځان يې ژغورلی.

دغه اووه کلن ماشوم چې احمد نومېږي د اکسيجن له کموالی سره مخ شوی و او د دغه کار لپاره يې هغه ټيليفون کارولی چې يوې خیريه ټولنې په کلې کې د "ځنګل" په نامه د کډوالو کمپ کې ورکړی و.

دی او ۱۴ نور لويان چې فرانسه کې د کډوالو له کمپ څخه بريتانيا ته راغلي وو د ليسټر سره نژدې د موټرو په يوه تمځای کې موندل شوي.

پوليس وايي دغه کسان يې د کډوالو چارواکو ته ورکړي او د ماشوم د امنيت ساتلو په برخه کې "لازمې کړنې" په پام کې نيول شوې دي. ويل کېږي تراوسه له دغو کسانو څوک روغتون ته نه دي لېږدول شوي.

"مرسته وکړئ"

د انځور حقوق .
Image caption هغه پيغام چې دغه ماشوم خیريه ټولنې ته استولی دی

د پنجشنبې ورځې دغه پېښه هغه مهال پيل شوه کله چې احمد او مشر ورور يې بريتانيا ته د تلو لپاره لارۍ موټر کې سپاره شوي وو.

احمد له ځان سره يو ټيليفون درلود چې د "کډوالو سره مرسته" په نامه يوې کوچنۍ خيريه ټولنې چې د فرانسې په شمال کې فعاليت کوي ورکړی و.

دغه ټولنه وايي کډوالو ماشومانو ته د ځان ساتلو لپاره موبايلونه ورکوي.

احمد، هغې مېرمنې ته چې پيغام استولی و، ليز کلګ نومېده، نوموړې ډېری وخت په "ځنګل" کمپ کې د کډوالو سره مرسته کوي، نوموړې په دغه ورځ د يوه نړيوال کنفرانس لپاره نيويارک ته تللې وه.

پيغام چې په ماته ګوډه انګرېزي ژبه ليکل شوی، داسې و، "زه مرستې ته اړتيا لرم، موټر چلوونکی نه درېږي، اکسيجن نشته، سېګنل نشته، زه په کانتينر کې يم، والله زه ټوکې نه کړم"

اغلې کلګ بيا په بريتانيا کې د کډوالو لپاره د يوې خيريه ټولنې کارکوونکي ټانيا فرېډمن ته د دغه ماشوم په اړه خبر ورکړی و.

مېرمن فرېډمن بي بي سي ته ويلي، لېز هغې ته ټليفون کړی و، داسې ښکارېده چې ډېره پرېشانه ده او ما ته څرګنده شوه چې حالت ډېر جدي دی.

"د څو تنو ژوند ژغورل شوی"

د انځور حقوق Getty

مېرمن فرېډمن د کېنټ پوليسو سره اړيکه نيولې وه، دوی هم د نورو ټولنه او يوه پښتون په مرسته له دغه ماشوم سره خبرې وکړې او وتوانېدل چې د دغو کسانو موټر پيدا کړي.

د لېسټر پوليسو چې دغه کسان يې ژغورلي وايي يو کس يې په دې تړاو نيولی دی.

مېرمن فرېډمن وايي، "دغه ماشوم په ډېر ناوړه حالت کې و. نن مو د څو کسانو ژوند وژغوره"

د کډوالو خيريه ټولنې د بريتانيا له حکومت سره خبرې کوي چې هغو کډوالو ماشومانو ته چې په کمپ کې ژوند کوي بريتانيا ته د ننوتو اجازه ورکړي.