ننګرهار کې د نشه يي توکو 'نړیوال قاچاق وړونکی' نیول شوی

باز محمد احمدي د انځور حقوق Ahmadi
Image caption ښاغلي احمدي زیاته کړه، یاد قاچاق وړونکي په تېرو کلونو کې له افغانستان نه بهر ته پاموړ اندازه نشه يي توکي قاچاق کړي او له دې لارې یې دده په ټکو میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مرستیال ویلي، یوه اونۍ مخکې یې د هېواد په ختیځ کې د نشه يي توکو یو "نړیوال" قاچاق وړونکی نیولی دی.

باز محمد احمدي د یکشنبې په ورځ (وری ۲۲) کابل کې خبریالانو ته وویل، دغه قاچاق وړونکی د روان وري پر ۱۶مه د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې ونیول شو.

د کورنیو چارو مرستیال وویل، نیول شوي کس د نیول کېدا پرمهال د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې له ځانګړو ځواکونو سره ۱۵ دقیقې نښته هم کړې ده.

ده وویل، دغه قاچاق وړونکی له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې تر څارنې لاندې و.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، یاد قاچاق وړونکي په تېرو کلونو کې له افغانستان نه بهر ته پاموړ اندازه نشه يي توکي قاچاق کړي او له دې لارې یې دده په ټکو میلیونونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د انځور حقوق MoI
Image caption د کورنیو چارو مرستیال وویل، نیول شوي کس د نیول کېدا پرمهال د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې له ځانګړو ځواکونو سره ۱۵ دقیقې نښته هم کړې ده.

ده وايي، په ۱۳۹۴ کال، د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت د نشه يي توکو داسې ۱۰ نړیوال قاچاق وړونکي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیولي چې په تور لست کې وو.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال له نیول شویو کسانو د یوه په اړه وايي، حاجي داد د سوېلي هلمند ولایت اوسېدونکي په تېرو څو کلونو کې له ۳ ټنو ډېر هېرویین بهر ته قاچاق کړي او محکمې په ۲۰ کلونو بند محکوم کړی دی.

دی وايي، د لوېدیځ فاریاب ولایت حاجي عبدالرازق هم ۲ ټنه هیرویین له افغانستان نه بهر ته قاچاق کړي چې په ۱۷ کلونو بند محکوم شوی دی.

وايي آغا محمد هم د ننګرهار ولایت دی، چې د ۳ ټنو هیروینو د قاچاق په تور په ۱۰ کلونو بند محکوم شوی.

د بغلان ولایت اوسېدونکی ملا ضیاء الحق هم په کندهار ولایت کې نیول شوی او له اوو ټنو د ډېرو هیرویینو د قاچاق په تور په ۱۸ کلونو بند محکوم شوی.

ښاغلی احمدي زیاتوي، شپږ نور کسان هم د بېلابېلو کچو هیرویینو د قاچاق په تور په بېلابېلو کلونو بند محکوم شوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي، په ټوله کې ۲۵٫۱۹۹ ټنه تریاک، ۶٫۰۷۷ ټنه هیرویین، دوه ټنه مورفین، ۲۲۴٫۵۵۵ ټنه چرس، ۲۱٫۱۱۵ ټنه الکولي مشروبات او ۳۲٫۵۵۳ ټنه کیمیاوي توکي، چې په هیرویینو د تریاکو د اړولو لپاره کارول کېدل، د تېر یوه کال په اوږدو کې نیول شوي.

د احمدي په وینا، په تېر یوه کال کې ۲۹۰۶ قاچاق وړونکي نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي.

د نوموړي په وینا، له دې ډلې ۴۳۴ لوی قاچاق وړونکي دي، ۱۰۷ یې متوسط قاچاقچیان او ۲۳۶۵ کوچني قاچاقبران دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي، په ټوله کې ۲۵٫۱۹۹ ټنه تریاک، ۶٫۰۷۷ ټنه هیرویین، دوه ټنه مورفین، ۲۲۴٫۵۵۵ ټنه چرس، ۲۱٫۱۱۵ ټنه الکولي مشروبات او ۳۲٫۵۵۳ ټنه کیمیاوي توکي، چې په هیرویینو د تریاکو د اړولو لپاره کارول کېدل، د تېر یوه کال په اوږدو کې نیول شوي.

ورته مطالب