عبدالله: د ملي یووالي حکومت پنځو کالو لپاره دى

د انځور حقوق arg
Image caption عبدالله عبدالله د هېواد پر سیاستوالو نیوکه وکړه چې د ده په ټکو د افغانستان مهم سیاسي هوکړه لیک یې په دقت نه دی لوستلی.

د افغان حکومت اجراییوی رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، د هېواد ځینو سیاستوالو د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک په سمه توګه نه دی لوستی.

هغه په دې ناسته کې وویل، د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک په اړه د هېواد د سیاستوالو تبصرو حیران کړی دی.

"دغو سیاسي ځواکونو لا د دولت اپوزسیون دریځ نه دی خپل کړی ، نظرونه یې د درناوي وړ دي، خو د افغانستان په سیاسي ژوند کې یې چې تر ټولو مهم هوکړه لیک لاسلیک شوی او د ملي یووالي حکومت جوړېدو لامل شوی، یوه واقعیت ته پام نه دی کړی". ښاغلي عبدالله دا خبرې په دې موافقې تېرو څو ورځو کې د يو شمېر افغان سياستوالو نيوکو ته په ځواب کې کړې دي.

ده وویل، دې موضوع ته ددې کسانو هغه وخت پام شو چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ملي یووالي حکومت، کاري دورې او د هوکړې ماهیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "لږ ترلږه مو تمه دا وه چې [دې کسانو دې] دا موافقتنامه په دقیقه توګه کتلې وي."

د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي دي: " د اجرایی لومړي وزیر پوست څېړلو لپاره تر دوو نورو کلونو پورې د لویې جرګې جوړول. ولسمشر ژمن دی چې د اساسي قانون د تعدیل او د اجرایی لومړي وزیر پوست د رامنځته کېدو لپاره لویه جرګه راوبولي."

افغانستان کې ځېنو سیاستوالو پر همدې مادې استدلال کاوه چې د ملي یووالي حکومت عمر تر دوو کلونو وروسته پایته رسېږي او ځېنو یې له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه کوله.

خو د ملي یووالي حکومت جوړېدو وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزیر لومړي کابل ته خپل لومړي سفر کې روښانه کړه چې د ملي یووالي حکومت عمر دوه کاله نه دی.

ښاغلي کیري له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې زیاته کړه: "اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم، ما د هوکړې لپاره لاره هواره کړه. دا هوکړه لیک د دوو کلونو په پای کې، یعنې تر شپږو نورو میاشتو پایته نه رسېږي. دا د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک دی چې موده یې پنځه کاله ده."

د انځور حقوق Reuters
Image caption محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ کال تر لانجمنو ټاکنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د ملي یووالي حکومت پر جوړولو سره سلا وکړه.

ورته مطالب