تخار کې د پولیسو قومندان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي

عبدالقهار خرمابي
Image caption د فرخار ولسوال وايي، د وژل شوي قومندان پر موټر د راکټ اووه مرمۍ لګېدلې.

د افغانستان شمال ختیځ تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کندوز لویې لارې د پولیسو یو قومندان له خپلو ۱۰ کسانو سره یوځای، چې ۷ یې ساتونکي وو، د کندوز په ګاونډي تخار ولایت کې د وسله والو په کمین کې وژل شوي دي.

د فرخار ولسوال سیف الدین بي بي سي ته وویل، د کندوز د لویې لارې د ساتنې د پولیسو مشر عبدالقهار خرمابي د تخار له فرخار ولسوالۍ نه – چې د نوموړي پلرنۍ سیمه ده ـ د ولایت مرکز طالقانو ته روان و، چې په لاره کې د وسله والو له کمین سره مخامخ شو.

نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې ۳ ښځې هم دي، او پېښه د پنجشنبې په ورځ (وری ۲۶مه) د تخار په سینګان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ولسوال په وینا، د یاد قومندان پر موټر د آر پي جي راکټ اوه مرمۍ لګېدلې دي. تر اوسه د برید کوونکو څرک نه دی لګېدلی.

د فرخار ولسوال وايي، په سیمه کې د دولت مخالف وسله وال یا طالبان حضور نه لري.

عیني شاهدانو تخار کې د بي بي سي خبریال مبین غفوري ته ویلي، دغه قومندان درې ناروغې مېرمنې طالقان ښار ته لېږدولي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د پولیسو دغه قومندان فرخار ولسوالۍ ته د قومي شخړو د حل په موخه تللی و، چې د ستنېدو پرمهال له څو (کمین) سره مخامخ شو.

د سیمې خلکو وړاندې هم په تخار ولایت کې د وسله والو له شتون شکایت کړی، چې وايي کابل کې یې چارواکو غوښتنې او شکایت ته سم غوږ نه دی نیولی.

د تېرې چارشنبې په ورځ ناوخته هم رستاق ولسوالۍ کې د تخار د ولایتي شورا د یوه غړي او د افغانستان د ولسي جرګې د یوه مخکیني غړي د وسله والو ترمنځ په نښته کې د ولایتي شورا غړی او درې نور کسان ووژل شول.

ورته مطالب