پر وزیر د فزیکي برید له امله د افغانستان پارلمان غړی ۱۰ ورځې اخراج شو

د انځور حقوق Parliament.af
Image caption ښاغلی مشواڼۍ د لسو ورځو لپاره د پارلمان په ناستو کې له ګډون څخه منع شو.

د افغانستان ولسي جرګې د کلیو پراختیا پر وزیر د فزیکي برید له امله یو وکیل ۱۰ ورځې ددې جرګې په علني ناستو کې له ګډون څخه منع کړ.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي د تېرې چهارشنبې په ورځ (حمل/ وري ۲۵مه) د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد دراني پرمخ پر یوه څه ګوزار وکړ.

ښاغلی مشواڼی په هماغه ورځ د جرګې د مرستیال ظاهر قدیر په امر چې د جرګې مشري یې کوله، له جلسې وویستل شو او نن (حمل ۲۸) د رییسه هیئت په غوښتنه او د جرګې د غړو په تایید، د لسو ورځو لپاره د جرګې په علني غونډو کې له ګډون څخه منع شو.

ښاغلي قدیر چې د نن ورځې ناستې مشري یې هم کوله وویل، "د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو ۷۲ مې مادې د ۴ بند د ب فقرې له مخې وړاندیز کېږی چې ښاغلی مشواڼی د ۱۰ ورځو لپاره په ناستو کې ګډون ونه کړی."

دا وړاندیز د جرګې د حاضرو غړو د رایو په اکثریت تصویب شو او ښاغلي قدیر ددې وړاندیز دلیل "د ولسي جرګې د حیثیت ساتنه " او "د ولسي جرګې د کورنیو دندو د اصولو اجرا کيدل" ووبلل.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محمد اقبال صافي وویل، ټاکل شوې ده چې نن ښاغلی مشواڼی د پارلمان له یو شمېر نورو غړو سره د بښنې غوښتلو لپاره د وزیر کور ته ولاړ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګې د ملالۍ جویا دنده ځنډولې وه.

ښاغلي دراني د ښاغلي مشواڼي تر فزیکي برید وروسته وویل، د کونړ دغه استازي یوه انکشافي پروژه د درېیو کلونو لپاره "یرغمل" کړې وه او غوښتل یې چې د هغې ۲۰ سلنه برخه ده ته ورکړل شي.

د کلیو پراختیا وزیر همداراز وویل، ښاغلي مشواڼي ټینګار کاوه چې دده د خوښې وړ کس پر یوې لوړې دولتي څوکۍ وګوماري، خو ده ورسره موافقه نه ده کړې.

ظاهر قدیر وویل، ښاغلی مشواڼی هم د وزیر په اړه ځېنې "ادعاوې" لري، خو څرګنده یې نه کړه. ښاغلي قدیر زیاته کړه، د دواړو لوریو ادعاوې "بېلې موضوع ګانې" دي چې وروسته به وڅېړل شي.

دا دویم ځل دی چې د افغانستان پارلمان غړي دنده ځنډول کېږي. وړاندې تر دې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالی جویا دنده جرګې او د جرګې غړو ته د "سپکاوي" په دلیل د ۱۳۸۶ کال د ثور/ غويي ۳۱ مه د جرګې د کار تر پایه ځنډول شوې وه.

مېرمن جویا په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ولسي جرګه د پخوانیو جهادي قوماندانو او د بشري حقونو د ناقضینو د شتون له امله له "غوجلې" سره پرتله کړې وه، خو ښاغلي مشواڼي له نظر څرګندولو پرته پر ښاغلي دراني او د جرګې پر منشي عرفان الله عرفان فزیکي برید وکړ.

ښاغلي مشواڼي پر دراني تر برید شېبه وړاندې، د ښاغلي عرفان ګرېوان ته لاس اچولی و، ځکه چې هغه د ځانګړي شوي وخت پایته رسېدو او له موضوع څخه بهر خبرو له امله د مشواڼي مایکروفون بند کړی وو.

د انځور حقوق
Image caption دا دویم ځل دی چې د افغانستان پارلمان غړي دنده ځنډول کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان پارلمان یو غړی په علني ناسته کې د کابیني پر غړي فزیکي برید کوي او له امله یې ۱۰ ورځې د جرګې په ناستو کې له ګډون څخه محرومېږی.

وړاندې ښاغلي مشواڼي بي بي سي ته ویلي و، هره پرېکړه چې جرګه دده په اړه وکړي، دی به یې ومني.

ورته مطالب