افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو "پوځي مسوول" نیولی

د انځور حقوق MoI
Image caption په کندوز کې د طالبانو نظامي مسوول ونيول شو

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ویلي، امنيتی ځواکونه په دې توانېدلي چې په کندوز ولايت کې د قاري سليم په نامه د طالبانو پوځي مسوول ونيسي.

د ملي امنيت د خبرپانې له مخې دغه قومندان د شپې ۲ بجې د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې له خپلو څلور ملګرو سره يو ځای ونيول شو.

د افغانستان دفاع وزارت هم په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې په بلخ ولايت کې ځای پر ځای شويو د ملي اردو ځانګړو ځواکونو دغه عمليات ترسره کړي او قاري سليم يې له خپلو پنځو ملاتړو سره نيولی دی.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې په وينا، دغه قومندان د طالبانو يو مهم پوځي کس و، چې تېر کال د کندوز ښار په سقوط کې يې مهم رول درلود.

د دغې خبرپاڼې له مخې په پوځي عملياتو کې د وسله والو مخالفينو دوه تنه وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

امنيتي چارواکي وايي چې قاري سليم له خپلو کسانو سره د خان اباد- کندوز لاره د کانتينرو او ونو په واسطه بنده کړې وه، چې د امنیتي ځواکونو له عملياتو وروسته بېرته پرانيستل شوه.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کندوز کې ځايي سرچينې وايي چې قاري سليم په دغه ولايت کې طالبانو يو مشهور کس و، چې څو ځله يې د نيولو لپاره حکومت له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

څو ورځې وړاندې د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کې د کندوز ولايت دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملا سلام په نامه د طالبانو يو بل قومندان هم وژل شوی و.

وړاندې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په کندوز ولايت کې پر پوځي عملياتو ټينګار کړی و، ويلي يې وو، چې د دغو عملياتو موخه له وسله والو طالبانو د سيمې پاکولو سربېره د طالبانو د یوه مشر مولوي سلام نيول هم دي.

ورته مطالب