حامد کرزی: د جان کیري څرگندونې د افغانستان له ملي واکمنۍ سرغړونه ده

Image caption پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، که امریکا د افغانستان پر ملي حاکمیت "لوبې" وکړي، نو ددې کار اجازه به ونه مومي او له "بلوا" سره به مخ شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي یووالي حکومت د مودې په تړاو د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري څرگندونو ته توند غبرگون ښوولی. کرزی وایي، دا "د افغانستان له ملي واکمنۍ سرغړونه" ده.

ښاغلي کرزي چي نن پنجشنبه (حمل/ وري ۲۶مه) یې کابل کې یوې ناسته کې خبرې کولې وویل، افغانستان اساسي قانون لري او دا د افغانستان د خلکو حق دی چې له مخې یې د خپل حکومت موده څومره ټاکي.

پخواني ولسمشر وویل، "د جان کیري صیب چې د امریکې وزیر خارجه دی، وینا او افغانستان ته میعادونه ټاکل دا عظیم تخلف دی د افغانستان د حساسیتونو، د ملي واکمنۍ. ... هېڅ پردی په دې کې زموږ د ارادې تمثیل نشي کولی او دې ته یې نه پرېږدو."

جان کیري تر ملي یووالي حکومت جوړېدو وروسته د حمل په ۲۱مه کابل ته په خپل لومړني سفر کې روښانه کړه چې د ملي یووالي حکومت عمر دوه کاله نه، بلکه پنځه کاله دی.

ښاغلي کیري له ولسمشر محمد اشرف غني سره په گډه خبري ناسته کې وویل، "اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم، ما د هوکړې لپاره لاره هواره کړه. دا هوکړه لیک د دوو کلونو په پای کې، یعنې تر شپږو نورو میاشتو پایته نه رسېږي. دا د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک دی چې موده یې پنځه کاله ده."

د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي، "ولسمشر ژمن دی چې د اساسي قانون د تعدیل او د اجرایی لومړي وزیر پوست د رامنځته کېدو لپاره لویه جرگه راوبولي"، هغه هم د حکومت په لومړیو دوو کلونو کې.

افغانستان کې ځینې سیاستوال پر همدې مادې استدلال کوي چې د شوې سیاسي هوکړې له مخې د ملي یووالي حکومت دوه کاله مشروعیت لري چې د پایته رسېدو په درشل کې دی. ځېنو خو ان له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د جان کیري د خبرو په تایید د حکومت سیاسي مخالفین تورن کړل چې د سیاسي هوکړې له متن څخه بې خبره دي.

افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د ۲۰۱۴ کال تر جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته چې د پراخو او سازمان شویو درغلیو تورونه ورسره مل وو، د ښاغلي کیري په منځگړتوب رامنځته شو.

ښاغلی کرزی د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د امریکا منځگړتوب څرگنده لاسوهنه او د افغانستان د اساسي قانون نقض بولي.

په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی پخپله پر امریکا په دومره څرگندو ټکو نیوکه کوي، که څه تر دې وړاندې دده د کابینې وزیرانو او سلاکارانو د امریکا مخالفې څرګندونې کړې دي.

تمه نه کېږي چې د ښاغلي کرزي پیل شوې نیوکې دې همدلته پایته ورسېږي، ښایي تردې هم ډېرې شي.

تېره ورځ د "افغانستان د ثبات او حراست شورا" چې د افغانستان حکومت له سیاسي مخالفینو جوړه ده، د ښاغلي کیري خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله او ویې ویل، د افغانستان نړیوال ملگري باید له هغو څرگندونو ډډه وکړي چې ددې هېواد خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

Image caption د افغانستان د حراست او ثبات شورا چې د افغانستان حکومت له سیاسي مخالفینو جوړه ده هم تېره ورځ د ښاغلي کیري څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.

د ولسي جرگې رییس عبدالرووف ابراهیمي، د ښاغلي کرزي د کابینې یو شمېر پخواني وزیران – بسم الله محمدي، عبدالهادي ارغندیوال، محمد اسماعیل خان او محمد عمر داوودزی – د کرزي د ولسمشرۍ مهال لومړی مرستیال محمد یونس قانوني او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف چې د کرزي له نژدیو ملگرو گڼل کېږي، ددې شورا غړیتوب لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د افغانستان د حراست او ثبات شورا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر څرګندونو نیوکه کوي، خو دواړو د ملي یووالي حکومت د مودې په تړاو په زغرده څه نه دي ویلي.

کرزي په ننیو خبرو کې امریکا تورنه کړه چې د افغانستان په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ښکاره لاسوهنه وکړه.

هغه ومنله، په تېرو ټاکنو کې درغلي شوې، خو سازمان شوې درغلي یي د امریکا تبلیغات وبلل ترڅو دده په ټکو "خپله اراده او خپل هغه سیسټم چې دوی [امریکا] غوښتل" په افغانستان کې پلې کړي.

"موږ یو باعزته ملت یو، موږ متقلب ملت نه یو چې زموږ هر انتخابات ته په تقلب بدنامه کړي. هند کې ۸۵۰ میلیونه خلک رایه ورکوي تقلب نه کېږي، پاکستان کې ۶۰-۷۰ میلیونه خلک رایه ورکوي تقلب نه کېږي، ایران کې ۸۰ میلیونه دي که ۵۰ میلیونه دي تقلب نه کېږي، په تا (امریکا) کې نه کېږي، په دا ټوله دنیا کې یوازې افغانستان دی چې د تقلب شوقي دی؟ او راپسې ګډ دی چې شپه او ورځ تقلب دی، نه دروغ دي."

خو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون چارواکو وړاندې په ټینگار سره ویلي چې خپلو پرېکړو کې یې پوره خپلواکي ساتلې.

د افغانستان پخواني ولسمشر خبرداری ورکړ چې دده ټکو که امریکا د افغانستان پر ملي حاکمیت "لوبې" وکړي، نو ددې کار اجازه به ونه مومي او له "بلوا" سره به مخ شي.

"امریکا دې پردې پوه شي چې زموږ پر ملي حاکمیت دې بازۍ نه کوي. ... په جنگ دومره نه خوږېږو، لکه په دې چې خوږېږو ... په مرمیو مو وولي، خو دا درد چې دی دې زما واکمن شي، دا عظیم درد دی او په دې کې بلوا ته تیار یو، دې ته یې نه پرېږدو."

"دا دې امریکا او نور خارجیان واوري، . دا چې خاموش یو، دا چې په نرمه لهجه گډ یو، دا چې په ادب گډ یو، ... دا دې زموږ متانت وبولي، نه ضعف. دې ته مو دې نه مجبوره کوي، چې ورسره مخ په مخ شو."

کرزي وویل، امریکا چې ځان د افغانستان ملگری بولي، باید ددې هېواد "رښتینۍ ملگری" شي.

ورته مطالب