کندوز ولايت کې د جګړو دوام

د انځور حقوق epa
Image caption د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، په کندوز کې د عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان امنیتي ارګانونو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د کندوز په دشت ارچي، خان اباد، چهار دره، امام صاحب ولسوالیو او کندوز ښار کې ۸۲ مخالف وسله وال وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د همدې راپورونو له پر بنسټ، په دغو عملیاتو کې د افغانستان هوایي ځواکونه او توپچي قوتونه ګډون لري.

د افغانستان دفاع وزارت ددې عملیاتو، د جګړې وضعیت او د مخالفینو د تلفاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

خو په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو یو "وتلی قومندان" له خپلو اوو کسانو سره په کندوز کې وژل شوي دي.

دې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دا قومندان حقیار نومېده او تېر مازدیګر (یکشنبې حمل/ وري ۲۹) په قلعه ذال کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید په ترڅ کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د راپور له مخې، د طالبانو څلور نور غړي په دغه جګړه کې ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پراته دي او د هغوی د جسدونو تصویرونه یې هم خپاره کړي دي.

بلخوا طالبانو ویلي، ددوی وسله والو په قلعه ذال کې د پولیسو څو پوستې نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، ادعا کړې چې ددوی وسله والو دولتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او په جګړه کې د افغانستان ملي اردو یو افسر او پنځه سرتېري یې د تېرې ورځې جګړو کې وژلي دي.

Image caption د کندوز والي او امنیه قومندان تېره ورځ د ښار په سړکونو کې ګرځېدل ترڅو ښاریانو ته ډاډ ورکړي چې وضعیت د دولت په کنټرول کې دی.

د کندوز جګړه درې ورځې وړاندې د کندوز ښار په څنډو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو له څو خواوو د طالبانو په یرغلیزو بریدونو پیل شوه.

دولتي چارواکو ویلي، طالبانو غوښتل پر دولتي ځواکونو د برید له لارې پر کندوز ښار یرغل راوړي او ویې نیسي، خو له سخت مقاومت سره مخامخ شي او شاته تګ ته اړ شوي دي.

د کندوز ښار په څنډو کې جګړو ددې ښار اوسېدونکي اندېښمن دي چې بیا دا ښار د دولت له لاسه ووځي.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل او امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ تېره ورځ د ښار په سړکونو کې قدم واهه، ترڅو ښاریانو ته ډاډ ورکړي چې وضعیت د دولت په کنټرول کې دی.

طالبانو تېر کال په مني کې وکولی شول د کندوز ښار کنټرو د درېیو ورځو لپاره ترلاسه کړي، خو له کابل څخه د نورو امنیتي ځواکونو تر ورتلو وروسته دا ښار د هغوی له ولکې خلاص شو.

ورته مطالب