لاریون کوونکي: حکومت دې پکتیا کې د مرموزو وژنو مخنیوی وکړي

د انځور حقوق f

د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیا سلګونه اوسېدونکو نن دوشنبه (ثور/ غویي ۶مه) په ګردېز ښار کې لاریون وکړ او له حکومت څخه یې د امنیت د تامین او مرموزو وژنو د مخنیوی غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکي د ګردېز ښار په اصلي څلورلاري کې راټول شوي وو. د ننني لاریون له امله د ښار ډېرو برخو کې دوکانونه هم تړلي وو.

لاريون کوونکو د نا امنیو له زیاتېدو شکایت درلود او ویل یې د ګردېز امنیتي ادارې د خلکو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

د لاریون کوونکو یوه استازي او قومي مشر عبدالله د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې د مرموزو وژنو مخه ونیسي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، حکومت باید د هغو وژل شویو قومي مشرانو د وژل کېدو علت معلوم کړي چې په ګردېز ښار کې وژل شوي دي.

لاریون کوونکو همداراز وویل، سره له دې چې د ملي اردو او ملي پولیسو زرګونه سرتېري په دې ولایت کې مېشت دي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره امنیتي وضعیت لا پسې خرابېږي.

دوی وایي، که حکومت د هغوی امنیت نشي ساتلی، نو دوی به په خپله د وسلو په مټ خپل امنیت وساتي.

په وروستي مورد کې تېره اونۍ د اسحاق په نوم یو قومي مخور له دوو نورو کسانو ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.

ورته مطالب