افغان سياستوال او ليکوال کريم ميثاق لندن کې مړ شو

د افغانستان د ماليې پخوانی وزير، ليکوال او د خلق د ډموکراتيک ګوند يو مشر عبدالکريم ميثاق د شنبې په ورځ (۱۶ اپرېل) د ۸۰ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د ښاغلي ميثاق زوی عبدالرحيم ميثاق بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې پلار يې له تېرو څو کلونو راهيسې د پارکېنسن ناروغي درلوده او په وروستيو کې په سينه بغل ناروغۍ هم اخته شوی و.

ښاغلی میثاق په غزني کې زيږېدلی و او د افغانستان په بدلېدونکو حالاتو کې یوه پېژندل شوې سیاسي څېره بلل کېده.

نوموړی د افغانستان د ډموکراتیک جمهوریت په لومړنۍ کابینه کې د مالیې وزیر او وروسته د کابل د ښاروال په توګه پاتې شوی و.

کریم میثاق د سیاسي فعالیت تر څنګ ګڼ ادبي فعالیتونه هم درلودل او شاوخوا ۲۰ اثار يې چاپ شوي دي.

نوموړی په ۱۹۸۹ کال کې د يوه کال لپاره د کابل ښاروال پاتې شوی و او په ۱۹۹۰ کې يې بريتانيا کې پناه اخيستې او تر دې مهاله يې دلته ژونده کاوه.

ښاغلي میثاق وروستي ۲۶ کلونه په لندن کې تېر کړل او څلور اولادونه ترې پاتې دي.