"د افغان کډوالو ستنېدو لپاره بايد هغوی ته ځمکې ورکړل شي"

په اسلام اباد کې افغان سفیر، ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، وايي ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته يې ویلي، چې پښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو ل ته دې په افغانستان کې ځمکې ورکړي، ترڅو دلته مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ښاغلي زاخېلوال په خبره په وطن کې ډېرې ځمکې شته، چې همدا کډوال پرې ژوند کولی شي.

نوموړي دا خبرې د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه راغلیو د افغان کډوالو مشرانو ته په وینا کې وکړې.

د پاکستان په مختلفو سیمو کې مېشتو افغان کډوالو دوی ته ورپېښې ستونزې د افغان سفیر او د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي مخې ته کېښودې.

چې په هغو کې په پاکستان کې د پولیسو له خوا "ځورونه"، د روغتيا او تعليم په برخې کې ستونزې او په خپل وطن کې د ځمکو نه لرل شامل وو.

د ملک بهادر په نامه یوه افغان کډوال دوی ته وویل، "کډوال ښوونځي، لوی لوی کورنه، موټر او معاشونه نه غواړي، بلکې یوازې دومره ځمکه غواړي، چې هلته پرې واړوي".

د ملک بهادر په خبره د کډوالۍ کارډ په لرلو یې اکثره کډوال له يوې سیمې بلې سیمې ته سفر نشي کولی او که په وطن کې ځمکې ورکړل شي، نو په کډوالۍ کې به يوه شپه هم تېره نه کړي.

له دې سره چې ډېری کډوالو په وطن کې د ځای له نه لرلو څخه سرټکاوه، په ځواب کې يې افغان سفیر عمر زاخېلوال وویل " د دوی همدا ستونزه يې په کابل کې له ولسمشر او اجراييه ریيس سره شریکه کړې".

د زاخېلوال په خبره په "وطن کې د زورواکو لپاره مځکې شته، چې غصب يې کړي، خو د کډوالو لپاره نشته"، چې دی ورسره موافق نه دی.

د پاکستان په سفر راغلی د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي کډوالو ته په خپله وینا کې وویل، دوی هڅه کوي، چې په خپله دې دوره کې د بېلابېلو سیمو د افغان کډوالو ستونزې واوري او په پای کې به يې د همدې ستونزې د هواري لپاره په اسلام اباد او کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي.

ورته مطالب