'جوزجان کې د طالبانو قاضي 'هدفي عملیاتو' کې وژل شوی'

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ملا عبدالرحمن چې د جوزجان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نوموړل شوی قاضي و، د افغان ځواکونو په 'ځانګړو او هدفي' عملیاتو کې ووژل شو.

سرچینه وايي، دا عملیات د تېرې شنبې په ورځ، د جوزجان ولایت منجیګګ ولسوالۍ کې وشول.

افغان امنیتي چارواکي وايي، په یادو عملیاتو کې له یاد قاضي سره د هغه پنځه نور ملګري هم وژل شوي.

د دغې سرچینې په وینا، ملا عبدالرحمن د دوو 'بې ګناه' وګړو د 'سحرايي' محکمې پرمهال د سزا ورکولو په حکم کې هم لاس درلود او د جوزجان ولایت د ډېری اړوندو ترهګرو بریدونو په سمبالولو کې هم ښکېل و.

افغان پولیس وايي، له یادو وژل شوو کسانو یوه اندازه وسله او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي، چې په وینا یې په عملیاتو کې افغان ځواکونو یا ولسي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې د جوزجان د پېښې په غبرګون کې لیکلي، جوزجان کې د دوی هېڅ کوم اړوند کس ته زیان نه دی اوښتی او د حکومت ادعاوې یې ناسمې بللې دي.

ورته مطالب