"پاکستان دې پر گوشتې او لعل پورې راکټي بريدونه ودروي"

د انځور حقوق Afghan foreign ministry

افغانستان له پاکستانه غوښتي چې "د ننگرهار پر لعل پورې او گوشتې دې راکټي بريدونه په سم لاسي ډول ودروي".

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن په کابل کې د افغانستان سفير، سيد ابرار حسين ورغوښتى و او ورته يې د گوشتې او لعل پورې په ولسواليو کې د پاکستان "د راکټي بريدونو" په تړاو اعتراض ليک ورکړ.

د ډېورنډ په کرښه دې بريدونو کې د افغان چارواکو په وينا تېره وځ يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي و.

دې ليدنه کې د افغانستان د بهرنېو چارو د وزارت اداري معين، نصير احمد انديشه، وويل "دا سرغړونې بايد په سم لاسي ډول ودرول شوي چې د دواړو هېوادو اړيکو ته تاوان و نه رسيږي.

د افغانستان د بهرنېو چارو د وزارت د يوې اعلاميې له مخې د پاکستان سفير ژمنه وکړه چې د دې پېښې په اړه د افغان حکومت اندېښنې به اړونده پاکستاني چارواکو ته رسوي.

ورته مطالب