ولسمشر غني پر مخالفینو د 'هراړخیز' برید امر کړی

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني تېره ورځ د افغانستان پارلمان په فوق العاده غونډه کې د طالبانو، سولې بهیر او د پاکستان په تړاو د خپل دولت نوې تګلاره روښانه کړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ددې هېواد د څارګرې ادارې (ملي امنیت عمومي ریاست) له مدیرانو سره په ناسته کې د دولت پر مخالفو ځواکونو د هراړخیر برید امر کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې نن سه شنبې (ثور/غويي ۷مه) رسنیو ته لېږل شوې د ولسمشر له خولې ویل شوي، پر "ترهګرو" "ساحه راتنګه کړئ، په زړه کې یې وېره واچوئ، د تګ راتګ لارې یې وتړئ، مالي سرچینې یې وچې کړئ او د ځمکنیو او هوایي عملیاتو او بریدونو له لارې یې پټنځایونه ویجاړ او دوی نابود کړئ."

دا کتنه تېره ورځ (دوشنبې) پس له غرمې د افغانستان په ارګ ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

ښاغلي غني زیاته کړې، د دوست او دښمن د تعریف په اړه ابهام لرې شوی او هغه څوک چې د افغانستان د نظام خلاف بغاوت کوي، د افغانستان دښمنان دي.

هغه امنیتي چارواکو سره ژمنه وکړه "هغوی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه او بېګناه هېوادوال یې شهیدان کړي، ترهګریز بریدونه او سنګین جرمونه یې ترسره کړي د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانونو د پرېکړو له مخې به اعدام شي."

د انځور حقوق NDS
Image caption د افغانستان د ملي امنیت سرتېري.

ښاغلي غني ټینګار کړی چې اسلام دولت (داعش) نومې ډله او نور "ترهګر" چې ماشومان، ښځې، مشران او د افغانستان بېګناه خلک وژني، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې په دې خاوره کې نابود کړي.

هغه ویلي، "په تېرو اتلسو میاشتو کې مو د سولې د تامین لپاره کافي هلې ځلې وکړې، خو دوی سوله رد کړه او تېره اونۍ یې په کابل کې ستاسو همکاران او عام هېوادوال شهیدان کړل، ځکه دوی باغیان او مجرمان دي."

د سه شنبې ورځې په خونړي برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپیان شول.

ولسمشر د لویو لارو د امنیت ساتنه د امنیت د تامین په برخه کې د خلکو د باور عمده معیار بللی او ویلي یې دي چې له ترکمنستان څخه هند ته د ګازو پروژې (ټاپي) د امنیت ساتنه د افغانستان د امنیتي ځواکونو له مسوولیتونو دی.

ښاغلي غني تېره ورځ د افغانستان پارلمان په فوق العاده غونډه کې د طالبانو، سولې بهیر او د پاکستان په تړاو د خپل دولت نوې تګلاره روښانه کړه.

هغه له طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه یادونه وکړه او ددې ډلې د زنداني غړو د اعدام په شمول یې له دې ډلې سره د جدي برخورد خبره وکړه.

د انځور حقوق EPA
Image caption کابل کې د افغانستان استخباراتو ریاست پر اړوند ادارې د تيري سه شنبې ورځې (حمل/ ورِي ۳۱مه) په خونړي برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپیان شول.

ورته مطالب