کابل مسکو سره د افغان پوځيانو په روزنې خبرې کوي

د افغانستان وسله وال ځواک سره د مرستو په تړاو د دفاع وزير د سرپرست، معصوم ستانکزي په مشرۍ يو پلاوى روسيې ته رسېدلى دى.

د د فاع وزارت ویاند، دولت وزيري، یوې خبري غونډې ته وويل چې " د افغان پوځیانو روزنه د دغه سفر یوه له مهمو موضوعاگانو ده".

ده وويل چې هر کال له ٢٠ تر ٤٠ افغان پوځيان د روزنې لپاره روسيې ته استول کېږي.

ده وويل چې ترکومه پوځي مرستو پورې اړه لري دا به په ځانگړې ډول د روزنې په برخې راغونډې وي.

په دغه خبري غونډې کې په افغانستان کې د سولې خبرو په تړاو د روسیې د رول او له طالبانو سره د دغه هېواد د" اړیکو" په اړه هم له افغان چارواکو پوښتنې وشوې.

د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، په دې اړه يوې پوښتنې ته وويل چې افغان حکومت په هېواد کې د سولې د ټينګښت په برخه کې د هر هېواد د هڅو هرکلی کوي. ده زياته کړه " افغانستان روسيې سره د مخدره موادو او ترهگرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې ځانگړې اړيکي لري. هر هېواد چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پرضد مبارزې او د یوې تل پاتې سولې په راتلو کې مرسته وکړي افغانستان یې هرکلی کوي".

د افغانستان د دفاع سرپرست وزير په داسې وخت کې مسکو ته ځي چې دد ې نه وړاندې په کابل د روسیې سفر، الکساندر ماتیتسکی، هغه راپورونه رد کړي وو چې گواکې روسيه طالبانو سره اړیکي لري.