" پر اومه موادو د ګمرکي تعرفې کمول پر ځاى پرېکړه ده"

Image caption د ښاغلي الکوزي په وینا، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي رکود سره مخ دی، د دولت دا ګام د صنعت د پرمختګ او اقتصاد لپاره یو مهم ګام دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو د افغانستان عالي اقتصادي شورا د پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې یې پر اومه موادو ګمرکي تعرفه کمېږي.

ددې خونې مرستیال رییس خانجان الکوزي نن (دوشنبه ثور/ غویي ۱۳مه) په کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل، د افغانستان د عالي اقتصادي شورا پرېکړه چې د افغانستان په فابریکو کې پر کارېدونکو اومه توکو مالیه کموي، د کورنيو تولیداتو ملاتړ دی.

هغه د افغانستان دولت له پرېکړې په ستاینې سره وویل، د افغانستان اقتصادي عالي شورا وروستۍ مصوبه په حقیقت کې له کورنیو فابریکو ملاتړ، د دولت عایداتو ضایع کېدو مخنیوی، د کورنیو تولیداتو پراختیا، د وارداتو کموالی او د صادراتو زیاتوالی دی.

د ښاغلي الکوزي په خبره، دا بهیر کولی شي په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې او د کار رامنځته کېدو سبب شي.

هغه وویل، د افغانستان عالي اقتصادي شورا د مصوبې له مخې، کورنیو فابریکو لپاره د اومه توکو واردوونکي موظف دي چې یوه سلنه مالیه ورکړي.

وړاندې تردې واردوونکو له اومه توکو ۱۰ سلنه او په فابریکو کې ګټه اخستنې ته د چمتو توکو پرسر ۵ سلنه مالیه ورکوله.

د عالي اقتصادي شورا د تصویب له مخې، له هغو ماشین آلاتو مالیه نه اخستل کېږي چې د فابریکو لپاره واردېږي.

الکوزي وویل، د چاپخونو لپاره د کاغذ څېر او د ځینو نورو شرکتونو خامو موادو لپاره ۲،۵ سلنه مالیه په پام کې نیول شوې ده.

د ښاغلي الکوزي په وینا، د دولت دا ګام د افغانستان لپاره چې له اقتصادي رکود سره مخ دی، د صنعت د پرمختګ او اقتصاد لپاره یو مهم ګام دی.

هغه وویل، د افغانستان ولسمشر د کورنیو سوداګرو او پانګوالو ستونزې چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې لخوا ترتیب شوي، منلي دي او د افغانستان حکومت اجراییه رییس ته یې ویلي چې تر ارزونې وروسته، ددې ستونزو د حل لپاره د کابینې جلسې او اقتصادي کمېټې ته راپور ورکړي.

ښاغلي الکوزي وویل، د سوداګرو د امنیت ساتل هم په دې هېواد کې یو له ننګونو دی او له حکومت نه یې وغوښتل چې دې برخې ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه وویل، په افغانستان کې د سوداګرو بله ستونزه په ګمرکونو کې د مالیې ورکړه ده چې د اداري فساد د شتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

د هغه په وینا، دولت به د صادراتو د ملاتړ لپاره هڅه وکړي د ۱۰ زره ټنو په ظرفیت د کابل په هوایي ډګر کې لومړنۍ سړه خونه بشپړه کړي.

هغه همداراز وویل، ټاکل شوې ده چې د هرات او کندهار په هوایي ډګرونو کې هم د افغانستان د صادراتو وضعیت د ښه والي لپاره سړې خونې جوړې شي.

ورته مطالب