د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب طرزالعمل مسوده جوړه شوه

د انځور حقوق bbc

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د بیان آزادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب طرزالعمل مسوده ترتیب شوې ده.

عبدالباري جهاني ددې ورځې د نمانځنې په غونډه کې په کابل کې وویل، د افغانستان ملي امنیت شورا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ددې هېواد امنیتي بنسټونو ددې طرزالعمل مسوده چمتو کړې ده.

د ښاغلي جهاني په وینا، ددې طرزالعمل له مخې به په کابل کې د خبریالانو د همغږۍ او ملاتړ مرکز او ګډه کمېټه جوړه شي او په ولایتونو کې به هم ورته جوړښتونه فعالیت ولري.

د بیان ازادۍ نړیوالې ورځې نمانځنه په افغانستان کې د خبریالانو د کار او د ژوند وضعیت ارزولو ښه موکه وه.

ښاغلي جهاني دې مراسمو ته وویل، په افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیت او د کار څرنګوالي د څو تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی، خو د خبریالانو د خوندیتوب په اړه لا هم اندېښنې شته او له همدې امله د افغانستان دولت د خبریالانو د خوندیتوب تامین لپاره هڅې پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه، دولت وروستیو پېښو او ننګونو ته په کتو ځېنې ګامونه په پام کې نیولي دي.

په افغانستان کې پر خبریالانو خونړی برید تېر کال د موبي رسنیز ګروپ پر کارکوونکو وو چې ۷کسان یې ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

د وسله والو مخالفینو پر برید سربېره، د خبریالانو د وژنې، وهلو ډبولو او ګواښلو پېښو هم تل اندېښنې راولاړې کړې دي او د رسنیو او خبریالانو د حقونو مدافعینو د افغانستان دولت په بې پروایۍ تورن کړی دی.

ښاغلي جهاني وویل، دا ډول پېښې به له عدلي تعقیب څخه بهر پاتې نه شي.

د هغه په وینا، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په تېرو ۱۴ کلونو کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۶۲۵ پېښو څېړل روان دي او دا بهیر به لا چټک شي.

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همدراز د بیان ازادۍ نمانځنې په ورځ په افغانستان کې د مطبوعاتو د وضعیت ښه والي لپاره د نویو لارو چارو یادونه هم وکړه.

هغه وویل، د ټولیزو رسنیو قانون تعدیلېږي او په افغانستان کې د مطبوعاتي وضعیت د ښه والي لپاره یو باصلاحیته پلاوی ټاکل کېږي.

د بیان ازادي او د آزادو رسنیو شتون په افغانستان کې په وروستیو کې له لویو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.

د انځور حقوق EPA
Image caption تېر کال د موبي رسنیز ګروپ پر کارکوونکو د طالبانو په ځانمرګي برید کې ۷ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

ورته مطالب