د باختر اژانس یو میلیون انځوریز آرشیف ژغورل غواړي

Image caption د باختر اژانس د انځورونو ارشیف خونې ته تر ننوتو وروسته چې سړی د انځوریزو البومونو پاڼې اړوي، د افغانستان تېر به وریادوي.

د باختر اژانس د انځورونو په ارشیف کې شاوخوا يو ميليون ساتل شوي د انځور فلمونه (نیګټیو) له منځه تلو په حال کې دي.

تر اوسه د دې ارشیف لس سلنه انځورونو نه دي ډیجیټل شوي.

په سیمه کې تر ټولو بډایه انځورویز ارشیف د دغې رسنيزې ادارې ښودل شوی.

د باختر اژانس د انځورونو ارشیف خونې ته تر ننوتو وروسته چې سړی د انځوریزو البومونو پاڼې اړوي، د افغانستان تېر به وریادوي. هغه تېر وخت چې په ډیجیټل انځور اخیستلو لا خبرهم نه و، خلکو او رسنيو به په انالوګ کامرو تور او سپین انځور اخيست.

د باختر اژانس د انځور فلمونو یا نیګټیو ځينې برخې شاوخوا يوه پیړۍ وړاندې د امان الله خان د واکمنۍ او ورپسې د نادرخان او ظاهرشاه د پاچاهۍ دي چې د افغانستان په ملي ارشیف کې ساتل کيږي، خو محمد داود خان لومړنی ولسمشر و چې د ده د واکمنۍ اړوند انځور فلمونه تر اوسه پورې د باختر اژانس په انځوریز ارشیف کې ساتل کېږي. د دې فلمونو يوه وړه برخه د انځور په بڼه چاپ شوې.

Image caption د باختر اژانس د ارشیف مسؤول عبدالقادر قیومي وايي ۳۰ کاله عمر يې د انځورونو په ساتلو کې تېر شوی
Image caption د باختر اژانس په ارشیف کې د دغو فلمونو ځينې برخې د دوړو، خاورو او لندوالي له امله ورانې شوي، انځورونه په معیاري ډول نه ساتل کېږي
Image caption په اويایمه لسیزه کې چې د مجاهدینو خپلمنځي جګړې وې د انځورونو په خونه يو راکټ ولګېده خو زیان يې ونه رساوه

د دغې رسنیزې ادارې يو لوی توپیر له نورو ورته رسنيو سره د دوی د پخوانيو انځورونو پانګه ده، خو اندېښنه دا ده چې که دغه نیګټیو فلمونه ډیجیټل نه شي له منځه به لاړ شي، وړاندې تردې چې د ډیجیټل انځور اخیستنې نړۍ ته راغی، انځورونه به مو په انالوګ کامرو اخيستل.

په دغو کامرو کې د پټې غوندې اوږد رول یا نیګټیو فلم و چې د هغه په مرسته به انځور اخیستل کېده، وروسته به دغه فلم د چاپ ترماشين تېرېده او د انځور په بڼه به راووت.

د باختر اژانس په ارشیف کې د دغو فلمونو ځينې برخې د دوړو، خاورو او لندوالي له امله ورانې شوي، انځورونه په معیاري ډول نه ساتل کېږي، په اويایمه لسیزه کې چې د مجاهدینو خپلمنځي جګړې وې د انځورونو په خونه يو راکټ ولګېده خو زیان يې ونه رساوه، د طالبانو په وخت کې چې انځور اخیستلو ته يې هم څوک نه پرېښودل دغه انځوریز ارشيف روغ پاتې شو.

د باختر اژانس د ارشیف مسؤول عبدالقادر قیومي وايي ۳۰ کاله عمر يې د انځورونو په ساتلو کې تېر شوی:

"فلم یا نیګټیو باید تر امکانه ۲۵ درجه کې په ژمي او اوړي کې وساتل شي خو له بده مرغه چې دلته په اوړي کې درجه له شپیتو لوړیږي او په ژمي کې ان منفي صفر درجې ته رسیږي چې ډیری یې اوس هم له منځه تللي".

د باختر اژانس د عکاسۍ په ډيپارتمنټ کې د انځورونو د چاپ ماشین او نور توکي څه باندې نيمه پېړۍ لرغونتوب لري چې دا مهال له کاره لوېدلي.

Image caption هغه تېر وخت چې په ډیجیټل انځور اخیستلو لا خبرهم نه و، خلکو او رسنيو به په انالوګ کامرو تور او سپین انځور اخيست

عبدالخلیل مینوي د باختر اژانس مشر دی، هغه وايي په تش لاس به نوڅه دغه ارشيف وژغوري:

"د دې لپاره یوې بودیجې ته اړتیا ده چې موږ وکولی شو دا انځورونه له نیګټیو حالته پازټیو ته واړوو او د مینه والو لاس ته ورسیږي. له څلورو لسیزو راپدېخوا نژدې یو میلیون نیګټیو انځورونه دي چې باید ډیجیټل شي. یو شمېر یې د له منځه تللو په حال کې دي".

Image caption عبدالخلیل مینوي د باختر اژانس مشر دی، هغه وايي په تش لاس به نوڅه دغه ارشيف وژغوري

باختر خبري اژانس په ۱۳۱۸ لمریزکال کې لومړی ځل په افغانستان کې په کار پیل وکړ، دغه رسنۍ د دولت سترګې او غوږونه بلل کېدل، چې خبر، انځور او وېډيو خپرول يې مهم رسنیز فعالیت بلل کېده، که څه هم تر اوسه د حکومت له لوري خپرونې لري، خو په دې وروستيو کې چې د رسنیو بازار په افغانستان کې خورا دود دی، ورو ورو يې خپل ارزښت له لاسه ورکړ.

Image caption په دغو کامرو کې د پټې غوندې اوږد رول یا نیګټیو فلم و چې د هغه په مرسته به انځور اخیستل کېده، وروسته به دغه فلم د چاپ ترماشين تېرېده او د انځور په بڼه به راووت.

ورته مطالب