هند ولې افغانانو ته د وېزې ورکولو شرایط سخت کړي؟

Image caption په کابل کې د هندوستان سفیر منپرېت وهرا بي بي سي ته ویلي، د نویو شرایطو له ټاکلو یې موخه د زیات ډاډ تر لاسه کول دي.

په کابل کې د هندوستان سفارت د امنیتي لاملونو له مخې افغانانو ته د ویزې ور کولو شرایط سخت کړي دي. د بانکي حساب لرل، د فورمې په ډکولو کې ځيرکتیا او په هند کې د اوسېدو پر مهال د ځای ځایګي کره پته لیکل د نویو شرایطو له ډلې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې غړو ته ویلي و، هند د امنیتي لاملونو له مخې افغانانو ته وېزې د ورکړې لړۍ محدوده کړې ده.

په کابل کې د هندوستان سفیر منپرېت وهرا بي بي سي ته ویلي، د نویو شرایطو له ټاکلو یې موخه د زیات ډاډ تر لاسه کول دي.

فکر نه کوم هغسې دې وي لکه څنګه چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر له خولې په رسنیو کې راغلل چې هند او نوور هېوادونو افغانانو د ویزې د ورکړې لړۍ محدوده کړې، بلکې هغه ویلي و هند د ویزې د ورکړې لپاره اوس ډېر مدارک غواړي او دا هغه څه دي چې موږ په رښتیا کړي دي.

د ویزې د ورکړې په پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی، بلکې موږ اوس ډېر مدارک غواړو او ډېره پلټنه کوو.

یعنې په نویو کړنلارو سره مو د ویزې د ورکړې لړۍ سخته کړې ده؟
د انځور حقوق bbc
Image caption ګڼ افغان وګړي د درملنې لپاره هند ته ځي

نه، په کړنلاره کې مو بدلونه نه دی راوستلی، په پیل کې هم موږ همدا شرایط لرل، چې د ویزې د غوښتنې پر مهال باید پوره شوي وای، خو هغه مهال به که چا یاد شرایط پوره نه کړل نو موږ جدي نه نیوله، خو وروسته مو ولیدله چې یو شمېر ناسمو کسانو د زموږ د ویزو له ازاد سیستمه ناوړه ګټه واخیسته. اوس زموږ لپاره مهمه ده چې پوه شو، فورمونه سم ډک شوي او د اړتیا وړ مدارک وړاندې شوي چې د ویزې غوښتونکی ښه وپېژنو.

هغوی چې ستاسو له ویزو یې ناوړه ګټه واخیسته، څوک وو؟

ما وویل چې ناسمو کسانو زموږ د ویزې له ازاد سیستمه ناوړه ګټه واخیسته او له دې اخوا یې په اړه د نور څه ویلو حق نه لرم.

او دې چارې ستا د هېواد کورني امنیت ته ګواښ پېښ کړی و؟

هو، دا زموږ یوه اندېښنه وه.

په دې اړه کوم مشخصه بېلګه لرو؟

نه شو کولای د کومې مشخصې بېلګې په اړه یې خبرې وکړم.

ښاغلی سفیر، هند د هغو هېوادونو له ډلې ده چې افغانان د بېلابېلو چارو لکه درملنې او سیاحت ته ډېر ورځي، دغه محدودیتونه به هند ته دافغانانو تګ را تګ کم نه کړي؟

په ټوله کې نه، موږ خوشاله یو چې هند د افغانانو لپاره د خوښې ځای دی، موږ هند ته دافغانانو د تلو د مخنیوي او محدودولو تکل نه لرو، خو غواړم ډاډه شو چې ویزه غوښتونکي فورمونه په سمه توګه ډکوي او وړ معلومات موږ ته را کوي.

هغه څه چې تاسو په وېزې ورکولو کې اړتیا ورته لرئ، د بانکي حساب وړاندې کول دي، تاسو پوهېږئ چې ټولو افغانانو ته د بانکي حساب جوړېدل ستونزمن کار دی؟
د انځور حقوق

دا ستونزه لویه شوې ده. کله چې موږ نوي کړنلارې پیل کړې، دا مسله ژر موږ ته وویل شوه. موږ ومونده چې په تېرو څو ورځو کې د وېزو ډېرو وړاندیز کوونکو بانکي حسابونه نه لرل، بلکې تېره اونۍ موږ ومونده چې په سلو کې ۷۵ وړاندیز کوونکو بانکي حساب ته لاسرسی نه درلود، خو نورې لارې شته چې موږ قانع کولی شي، داسې چې هند ته د سفر لګښتونه پرې کړي.

ښاغلی سفیر، آیا ستاسې په اند، دا ډول تګلاره جوړول پاکستان ته دا فرصت ورکوي چې افغانان د هند پرځای پاکستان ته ولاړ شي، ځکه چې د سفر لګښت او درملنه پکې کمه ده؟

ښه، نه غواړم د پاکستان په اړه وغږېږم او همدارنګه دا هم نه محدودوم چې افغانان د سیاحت او یا درملنې لپاره کومو هېوادونو ته ځي. دوی چې د خپل سیاحت او سوداګرۍ لپاره هرځای غوره او د درملنې او اسانتیاوو لپاره ښه وګڼي، هلته ځي. موږ خوښ یو چې افغانانو د خپلو دغو موخو لپاره ټاکلی او هیله مو دا ده چې دا کار دوام ومومي. موږ دوی ته دا فرصت نه سختوو، بلکې غواړو ډاډه شو چې وړاندیز کوونکي موږ ته کافي معلومات راکړي.

په لنډو کې، د نوې تګلارې عملي کېدل پخپله ستاسې د وګړو د ساتنې او امنیت لپاره دي؟

ددغه سیستم هدف دا دی چې ډاډمن شو د آزادې وېزې په سیستم کې ناسم افراط د افغانانو په حق کې ناوړه ګټه نه پورته کوي او وړاندیز کوونکي موږ ته د اړتیا وړ معلومات راکړي.

ورته مطالب