غني: د نشه يي توکو قاچاقچیان او تولیدوونکي باید وځپل شي

د انځور حقوق ARG

افغان حکومت څو میاشتې مخکې د کابل له پل سوخته او نورو لارو کوڅو د روږدو ټولول او دغه مرکز ته لیږدول پیل کړي وو، دلته پخوا د فونیکس په نامه د افغانستان میشتو نړیوالوپوځونو یوه لویه اډه وه، خو اوس د روږدو د روږدیتوب ددرملنې تر ټولو لوی مرکز دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ددغه مرکز د پرانستې غونډې ته وویل چې د نشيي توکیو پټ لیږدي یانې قاچاق کونکي او تولیدونکي باید په دغه هیواد کې د روږدیتوب د بنسټر لامل په توګه وځپل شي:

"موږ د اعتراف نه کولو په فضا کې وو، څوارلس کلونه مخکې به چې د نشيي توکیو خبره رامخې ته شوه ویل یې زموږ ستونزه نه ده موږ یې تولیدو، تولیدول یې حرام دي خو مجبور یو، موږ نه روږدي کیږو، بهر ته یې استوو نن باید پوه شئ چې یوه وړوکي لږکي د افغانستان ډیرکی خلک برمته کړې دي."

ښاغلي غني ویل چې د روږدیتوب ستونزه یوازې په درملنه نه هواریږي، او د کورنیو له مرستې او د ولس له لاسنیوی پرته دا لاره وهل نژدې ناشونې ښکاري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې له ۲ اعشاریه ۹ میلیونو تر ۳ اعشاریه ۶ میلیونو پورې وګړي په نشيي توکیو روږدي دي چې د افغانستان د وګړو ۱۱ سلنه جوړوي په روږدیتوب ککړ دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نشيي توکیو ته اسان لاس رسی د روږدیتوب یو لوی لامل بولي:

"شمیرې ښيي چې نژدې ۶۰ سلنه بیرته روږدیدنه لرو، موږ داسې ډیر ناروغان لرو چې ۳ ځله یې زموږ په مرکزونو او روغتونو کې درملنه شوې ده،خو بیرته د نشيي توکیو پر لوري ستانه شوي دي، بنسټیز او بنسټیز لامل یې نشيي توکیو ته اسان لاسرسی دی، همدا راز د نشيي توکیو د زیانونو پر اړه پوهای ورکول زموږ دنده ده، سلا مشورې هم ورکوو چې روږدي نشه پریږدي، او د هغوی فزیکي او رواني بیا رغاونه وشي هغه هم د اسلامي لوستونو، لوبو، کار، بوختیاوو او موسیقۍ په مټ".

روږدو ته د حرفوي زده کړو موکه هم شته، په ټوله کې په مرکز کې بستري شوي ناروغان د سنبالونکو له چلند، او شتو اسانتیاوو خوشاله دي.

Image caption د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم د یاد مرکز د پرانیستلو پرمهال وویل، په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې په نشې د ۲٫۹ او ۳،۶ میلیون ترمنځ وګړي روږدي وو، چې د هېواد د وګړو نژدې ۱۱ سلنه جوړوي.

خو یوه تن روږدي مخامخ افغان ولسمشر ته وویل که ددغه بهیر ملاتړ ونه شي، د څو اونیو درملنه به په درد ونه خوري:

"موږ د دري لسیزو جګړو نسل یو، موږ په ګاونډیو هیوادونو کې ډیرې نادودې اوریدلي او زغملې مو دي، موږ هم د یوه ښه ژوندانه حق لرو، موږ له تاسو مشرانو غواړو چې د ټولنې دغه پوړ ته ډیر پام وکړي، په پای کې ددغه مرکز له مشره مننه کوم خو که ددغه بهیر ملاتړ ونه شي د روغتون ۴۵ ورځنۍ درملنه به بې پایلې وي."

په افغانستان کې وسمهال د روږدو ددرملنې ۱۰۵ بنسټونه او مرکزونه شته ، چې د بسترونو شمیر یې ۳۵۰۰ ته رسیږي، چې کلنۍ وړتیا یې له ۳۵ زرو تر ۴۰ زرو پورې روږدو درملنه نه ده.

د انځور حقوق AP

روغتیا وزارت د روږدیتوب پر وړاندې د نوی تګلارې رامخې ته کولو خبره هم وکړه چې وايي دا مهال پرې کار کوي. په پام کې ده چې ددغه تګلارې په رڼا کې هلمند، هرات، نیمروز، بدخشان، لوګر، بادغیس، پنجشیر، وردګو، او سرپل ولایتونو کې د روږدو ددرملنې نوي مرکزونه جوړ شي، خو چارواکود اوږده مهال لپاره له ولس سره مرسته او د نړیوالې ټولنې ملاتړ د روږدیتوب په مخنیوي کې اغېزناک وبلل.

پر همدې مهال، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم د یاد مرکز د پرانیستلو پرمهال وویل، په ۲۰۱۵ کال افغانستان کې په نشې د ۲٫۹ او ۳،۶ میلیون ترمنځ وګړي روږدي وو، چې د هېواد د وګړو نژدې ۱۱ سلنه جوړوي.

ده وویل، اوسمهال په افغانستان کې په نشې د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۵ مرکزونه دي، چې د ۳۵۰۰ کسانو د درملنې وړتیا لري.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب