۳۰۰ افغان خبریالانو هېواد پرېښی

Image caption ښاغلي توحیدي د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د خبریالانو پروړاندې د پرتو ستونزو حل لپاره جدي هڅې وکړي.

افغانستان کې له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وایي، تراوسه د افغانستان ۳۰۰ خبریالانو د امنیتي ګواښونو او د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي له امله هېواد پریښی.

د نی ادارې مشر صدیق الله توحیدي نن پنجشنبه (ثور/ غویي ۱۶مه) وویل، ددې ۳۰۰ خبریالانو له ډلې ۵۰ تر ۶۰ تنه ښځې دي.

هغه وویل، ددې خبریالانو ځېنې اروپا ته رسېدلي او ځېنې نور یې بیا اروپا ته پرلاره دي.

ښاغلي توحیدي د افغانستان له دولت وغوښتل چې د افغانستان د خبریالانو د فعالیت لپاره د یوه خوندي چاپیریال رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

هغه د افغانستان خبریالان ددې هېواد "اتلان" وبلل چې د خپل کار پروړاندې له ټولو ننګونو سره سره، په رښتیني ډول او له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکوی.

د ښاغلي توحیدي په وینا، ښځینه خبریالانې د خپل فعالیت پروړاندې له ټولو ننګونو سره سره، په ټول افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړی او هغوی یې د افغانستان "تر ټولو زړه ورې ښځې" یادې کړې.

د انځور حقوق Tolonews
Image caption تېر کال کابل کې د موبي رسنیز ګروپ د کارکوونکو پر موټر د طالبانو په ځانمرګي برید کې ۷ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.

ښاغلي توحیدي د افغانستان له حکومت څخه نیوکه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لاسلیک شوی، خو دده په وینا دا چې دولت یې پر مفادو د عمل په تړاو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، د افغانستان څېړنیزو خبریالانو پر کار لازمه اغیزه نه ده کړې.

ده وویل، ددې قانون د موادو له مخې، دولتي اسناد باید طبقه بندي او د خبریالانو او د هېواد نورو وګړو په واک کې ورکړل شوی وای چې دده په وینا ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله خبریالانو سره کړو ژمنو باندې عمل نه دی کړی.

ښاغلي توحیدي د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې سره چې د افغانستان له خبریالانو یې وغوښتل خپله د بیان ازادۍ ته پوله وټاکي وویل، د بیان ازادۍ پولې د ټولیزو رسنیو قانون کې مشخص شوي او تر قانون پورته نورې پولې د افغانستان د رسنیو لپاره د منلو نه دي.

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، ولسمشر همداراز د "منفي بیان آزادۍ" د حدودو مشخص کېدل وغوښتل چې خبریالان د منفي بیان ازادۍ په نوم هېڅ شی په رسمیت نه پېژني.

ښاغلي توحیدي همداراز پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نیوکه وکړه چې د اصلاح ورځپاڼي د فعالیت دوام لپاره یې چې د افغانستان له پخوانیو ورځپاڼو شمېرل کېږي، په ۱۳۹۵ کال کې هېڅ بودیجه په پام کې نه ده نیولې.

ورته مطالب