له ترکمنستانه د برېښنا لېږد لارې د ټاکلو په تړاو د بامیانو خلکو لاریون

د افغانستان په مرکزي سیمه بامیانو کې سلګونو کسانو له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا مزو لېږد لارې د پرېکړې په وړاندې لاریون وکړ.

لاريون کوونکو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره د ملي یووالي له حکومت وغوښتل چې د بامیانو له لارې د ټوټاپ پروژې برېښنا مزي لېږدولو سره موافقه وکړي، پرته له هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

خو افغان دولت وايي د سالنګ لار د بامیانو پر پرتله کابل ته نژدې او هم یې مرسته کوونکی بنسټ یواځې د سالنګ له لارې د برېښنا مزي تېرېدو لپاره پیسې ورکوي.

د دغه ولایت سلګونو تنه اوسېدونکو نن د لاریونونو له لارې پر بامیانو د برېښنا ۵۰۰ کیلوواټه مزي د تېرېدلو غوښتنه وکړه. هغوی خبرداری ورکړ که حکومت یې غوښتنو ته پام و نه کړي نو دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

یوه اعتراض کوونکې صغرا عطايي وايي، د بامیانو له لارې د برېښنا مزي تېرېدل به د امنیت له پلوه په ډاډمنه فضا او په کمه بیه پرېوزي.

نوموړې وايي، "دا زموږ لومړی او وروستی خوځښت نه دی، که د ملي يووالي حکومت چارواکي د باميانو خلکو غوښتونو ته پام و نه کړي، نور لاريونونه به هم له ځانه سره ولري".

خو افغان حکومت وايي د جرمني فیشنر شرکت د څېړنو له مخې د سالنګ لار لنډه او هم یې لګښت کم دی. چې د برېښنا لېږد پروژې تصمیم د مرسته کوونکو بنسټونو په تایید د سالنګ لار غوره شوې ده.

دغه راز د سالنګ لار د بامیانو په پرتله نژدې اتیا کلیومتره لنډه بلل شوې. بله خبره دا چې د آسیا پرمختیايي بانک یواځې د سالنګ له لارې د برېښنا مزي تېرېدو لپاره د مرستې ټټر وهلی دی. او هم نژدې دوه کاله لږ وخت نیسي.

دا مهال بامیان د شاوخوا ۲۵۰۰ کورنیو لپاره یو میګا واټ لمریزه برېښنا لري چې د نيوزیلنډ ولایتي بیا رغونې ډلې له خوا یې چارې تر سره شوې وې.

وړاندې تر دې هم د بامیانو اوسېدونکو د برېښنا نه شتون په اعتراض کې د بامیانو د بازار یو څلور لارې د ليکین په نوم نومولی و، او په سمبولیک ډول یې چارواکو ته یو ليکین هم ورکړی و.

د بامیانو پر ځای د سالنګ له لارې د یو شمېر خلکو د اعتراضونو تر څنګ بیا د برېښنا شرکت چې د هېواد زیاتره سیمو ته د برېښنا د رسولو دنده پر غاړه لري وايي بامیانو ته د برېښنا ورکړې لپاره تیار دي، خو د ټوټاپ پروژې لار نه بدلېږي.

برېښنا شرکت وايي بامیان دا مهال ۳۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري په داسې حال کې چې دغه شرکت بامیانو ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورکولو ته تیار دی.

ورته مطالب