د کونړ چارواکي: د غازي اباد جګړه کې ۲۹ طالبان وژل شوي

Image caption په ۱۳۹۲ کال کې په غازي اباد کې د افغانستان پوځ پر یوې پوستې خونړی برید شوی وو.

د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې چارواکي وایي، طالبانو د غازي آباد ولسوالۍ د نیولو په هدف پردې ولسوالۍ برید وکړ، خو د خپلو ۲۹ وسله والو په وژل کېدو سره اړ شول له جګړې بېرته پر شا شي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي بي بي سي ته وویل، طالب وسله والو نن سهار (شنبه ثور/ غویي ۱۸مه) د غازي اباد ولسوالۍ پر ودانۍ او ورڅېرمه پوستو بریدونه وکړل.

هغه وویل، په جګړه کې طالبانو ته دروند ځاني زیان اوښتی او په دې جګړه کې یو دولتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د جګړې سیمه کې عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، مخالفو وسله والو ځانونه د ولسوالۍ ودانۍ تر دروازې ځانونه رسولي وو.

طالبانو د نن ورځې برید په تایید ویلي، په دې جګړه کې بریالي شوي چې د افغانستان امنیتي سرتېرو څو پوستې ونیسي، خو په جګړه کې یوازې دوه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

کونړ کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وایي، دې ولسوالۍ ته غځېدلې لارې له څو میاشتو راهیسې د مخالفو وسله والو لخوا تړلي دي.

په ۱۳۹۲ کال کې په غازي اباد کې د ۲۱سرتېرو وژل کېدو د افغانستان دولت هیښ کړ. بېلابېلو سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته وویل، بریدګرو طالبانو د حوت/ کب په ۴مه د سهار په ۴ بجو په غازي اباد کې د ملي اردو پر پوستې چې ۳۰ سرتیري پکې ویده وو، برید وکړ.

ورته مطالب