هلمند کې د طالبانو دوو ډلو ترمنځ جګړه کې "۱۸ تنه وژل شوي"

د انځور حقوق c

دولتي چارواکو په هلمند کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د څو ساعته جګړې خبر ورکړی او ویلي يې دي چې له امله یې د دواړو غاړو ۱۸ وسله وال وژل شوي دي.

ددغو چارواکو په وینا، د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد منصور ډلې طالبانو ترمنځ تېره ورځ (ثور/ غویي ۱۹) په مارجې کې جګړه شوې او لا هم دوام لري.

د ملا محمد رسول مرستیال عبدالمنان نیازي په وینا، دا جګړه د ملا اختر منصور ته وفادارو وسله والو پیل کړې ده.

ملا نیازي ویلي، د ملا منصور پلویانو ملا رسول ته وفادارو طالبانو باندې برید وکړ او اوسمهال په ټوله مارجه کې جګړه روانه ده.

هلمند کې د ۲۰۵ قول اردو قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا جګړه هغه مهال پیل شوه چې د ملا منصور ډلې ته وفادارو طالبانو د ملا رسول کسانو په بې وسلې کولو لاس پورې کړ.

د هلمند د پولیسو قومندان عبدالرحمن سرجنګ هم ویلي دا دواړه ډلې په مارجه کې سره په جګړه کېوتي دي.

دولتي چارواکو ویلي، د دواړو ډلو ترمنځ د مارجې په څو برخو کې درنه جګړه روانه ده.

د ملا اختر منصور ډلې ویلي، دغه جګړه له "اربکیانو" سره رامنځته شوې ده.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مرګ وروسته، ملا منصور ددې ډلې د مشر په توګه اعلان شو، خو د طالبانو ځېنو غړو د هغه د مشرۍ له منلو انکار وکړ او د ملا محمد رسول په مشرۍ یې بل تشکیل رامنځته کړ.

دغو دواړو ډلو له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په سویلي او سوېل لویدیځو سیمو کې خپلو منځو کې جګړې کړې دي.

ورته مطالب