کابل کې شپږ کسان د 'ترهګریزو فعالیتونو' په جرم اعدام شول

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دفتر وايي، شپږ کسان د 'درنو جرمونو' له کبله کابل کې اعدام شول.

د ښاغلي غني له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، ''د اسلام سپېڅلي دین د لارښوونو او د جزا د قانون او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ژمنتیا پربنسټ او ترهګریزو بریدونو کې د قربانیانو د کورنیو له پرله پسې غوښتنو وروسته دغه اعدامونه ترسره شول''.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ددغو کسانو د اعدام پرېکړه د هغوی د دوسیو له دقیقې ارزونې او څېړنې وروسته کړې ده.

د افغان ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل: ''اعدام شوي کسان د هغو ډلو غړي وو، چې د خلکو په وژلو او ځانمرګو بریدونو کې یې لاس درلود. دوی د سولې د پخواني مشر برهان الدین رباني او د ملي امنیت د پخواني مرستیال عبدالله لغماني د ترور او ځینو نورو خونړیو چاودنو کې یې لاس درلود''.

بل خوا، د حکومت دوو سرچینو، د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، دغه شپږ کسان د یکشنبې په ګهیځ (غویی ۱۹مه) د کابل ختیځ څرخي پله زندان کې اعدام شول.

طالبانو د دغه اعدام په غبرګون کې ویلي، دغه کسان د بشري حقونو قوانینو ته په نه پاملرنې اعدام شوي.

طالبانو پخپله اعلامیه کې ویلي، له اعدام شويو کسانو سره په زندان کې ناوړه چلند شوی او دوی ربړول شوي دي.

وړاندې د ولسمشر دفتر رسنیو ته ویلي وو، په اعدام د محکومو بندیانو لیست د ولسمشر تر میزه رسېدلی، کله چې نوموړي دا لیست تایید کړ، حکم به یې ترسره شي''.

په تېر کې پر افغان حکومت ټینګې نیوکې شوې، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې په اعدام د محکومو کسانو په اعدامولو کې ناغیړي کوي.

په وروستیو کې پر حکومت فشارونه ډېر شوي دي.

څو ورځې وړاندې د یوه تنکي زلمي له تښتول کېدا او وژل کېدا وروسته خلکو پر حکومت نیوکې ډېرې کړې، چې ګني له مجرمینو سره نرمي کوي.

وړاندې د بښنې نړیوال سازمان پر افغان ولسمشر د اعدام د ټولو سزاګانو د ځنډولو غږ کړی و. دا مهال افغان زندانونو کې شاوخوا ۴۰۰ بندیانو ته د اعدام سزاګانې ورکړل شوې دي.

ورته مطالب