اشرف غني د ټوټاپ پروژې د ارزولو لپاره کمیسیون ټاکلی

افغان ولسمشر اشرف غني له منځنۍ اسيا څخه د لېږدېدونکې برېښنا پرورژې د ارزولو لپاره کميسيون ټاکلی دی.

ښاغلي اشرف غنی د يوې ويډيويي وینا له لارې چې په ژوندۍ بڼه خپرېدله وویل د ټوټاپ پروژې د ارزولو لپاره به یو ملي کمیسیون ټاکې چې غړي به یې د سیاسي ګوندونو په مشوره ټاکل کېږي.

محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل چې په دې اړه له احساساتو کار وانخلي او د مسلکي استدلال له مخې په دې برخه کې د خبرو لاره ونیسي.

ښاغلی غني زياتوي، دغه کمیسیون به شته اسناد ارزوي او حکومت ته به خپل وړاندیزونه ورکوي.

نوموړی وايي، په دې اړه یې ځینې کسان خپل دفتر ته وربللي چې په دې اړه خبرې وکړي، هغه دا اندېښنه هم وښودله چې که پراخ اعتراضونه وشي نو دا به د ده په خبره دښمن ته فرصت په لاس ورکړي چې ګډوډي جوړه کړي.

ښاغلي غني په دې اړه شوې پرېکړه د تیر حکومت وبلله او د اوسني حکومت د تېرې اوونۍ پرېکړه یې هم د همدغو شویو اقداماتو په تسلسل یو ګام وباله.

څو ورځې وړاندې د افغانستان په مرکزي سیمه بامیانو کې سلګونو کسانو له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا مزو لېږد لارې د پرېکړې په وړاندې لاریون کړی و او له حکومته يې غوښتی وو چې د برېښنا مزې دې له باميانو له لارې ولېږدول شي.

خو افغان حکومت وايي د جرمني فیشنر شرکت د څېړنو له مخې د سالنګ لار لنډه او هم یې لګښت کم دی، چې د برېښنا لېږد پروژې پرېکړه د مرسته کوونکو بنسټونو په تایید د سالنګ لار غوره شوې ده.

Image caption له ترکمنستانه د برېښنا لېږد لارې د ټاکلو په تړاو د بامیانو خلکو لاریون

دغه راز د سالنګ لار د بامیانو په پرتله نژدې اتیا کلیومتره لنډه بلل شوې. بله خبره دا چې د آسیا پرمختیايي بانک یواځې د سالنګ له لارې د برېښنا مزي تېرېدو لپاره د مرستې ټټر وهلی دی او هم نژدې دوه کاله لږ وخت نیسي.

دا مهال بامیان د شاوخوا ۲۵۰۰ کورنیو لپاره یو میګا واټ لمریزه برېښنا لري چې د نيوزیلنډ ولایتي بیا رغونې ډلې له خوا یې چارې تر سره شوې وې.

وړاندې تر دې هم د بامیانو اوسېدونکو د برېښنا نه شتون په اعتراض کې د بامیانو د بازار یو څلور لارې د اليکین په نوم نومولی و، او په سمبولیک ډول یې چارواکو ته یو اليکین هم ورکړی و.

د بامیانو پر ځای د سالنګ له لارې د یو شمېر خلکو د اعتراضونو تر څنګ بیا د برېښنا شرکت چې د هېواد زیاتره سیمو ته د برېښنا د رسولو دنده پر غاړه لري وايي، بامیانو ته د برېښنا ورکړې لپاره چمتو دي، خو د ټوټاپ پروژې لار نه بدلېږي.

برېښنا شرکت وايي بامیان دا مهال ۳۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري په داسې حال کې چې دغه شرکت بامیانو ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ورکولو ته تیار دی.

ورته مطالب