د سالنګ لویه لاره له تېرې ورځې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې ده

د افغانستان په شمال بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د سالنګ لویې لارې شمال ته د سیلابونو راوتلو دا ستراتیژیکه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د رییس په خبره، دا لاره په سیمه ییز وخت د تېرې شپې (چهارشنبه، ثور/غویي ۲۲مه) له اتو بجو تړل شوې او د بېرته خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.

کهزاد وویل، سیلابونو په پنځو سیمو کې سړک تخریب کړی او د بیارغونې چارې یې روانې دي.

تراوسه دا لاره د خلکو پرمخ نه ده پرانستل شوې او د چارواکو په وینا د نن ورځې تر مازدیګره به د وسایطو پرمخ خلاصه شي.

سالنګ د افغانستان یو له مهمو ستراتیژیکو لویو لارو ده چې له غرونو تېرېږي او د ژمي په موسم کې یې دواړه لوري، شمالي او سوېلي، سختو او طوفاني واورو پوښلې وي.

د واورو ورېدو پرمهال پکې ډېر کله د واورو ښویېدو او برفکوچونو امکان وي.

اوسمهال دا لاره د افغانستان د شمال او سوېل ترمنځ د تګ راتګ لپاره له مهمو لارو ګڼل کېږي. هره ورځ سلګونه موټر پردې لاره تګ راتګ کوي.

سالنګ کې د ۱۳۸۸ کال د دلوې/سلواغې میاشتې برفکوچ له امله ۱۹۰ کسان مړه شول او ۲۰۰ نور ټپیان شول چې د افغانستان پر حکومت یې پراخې نیوکې راوپارولې.

ورته مطالب