غور کې د محلي پولیسو یو قومندان خپلو کسانو سره طالبانو ته اوښتی

د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې سیمه ییز چارواکي وایي، د محلي پولیسو یو قومندان له خپلو کسانو سره له طالبانو سره یوځای شوی دی.

د غور ولایت ویاند عبدالحی خطیبی بي بي سي ته وویل، دا قومندان له خپلو ۱۹ همکارانو سره طالبانو ته وراوښتی دی.

د خطیبي په وینا، وروسته له دغو ۱۹ کسانو ۷ یې بېرته دولتي ځواکونو ته راغلي دي.

دې قومندان د دولینه ولسوالۍ په خاک یارک کلي کې د یوې امنیتي پوستې د ساتلو مسوولیت درلود.

ویل کېږي چې دغه قومندان د پوستې ټولې وسلې او تجهیزات له ځانه سره وړي دي.

ځېنو سیمه ییزو سرچینو له طالبانو سره د یوځای شوو کسانو شمېر ۳۰ تنه ښوولی، خو دا ادعا په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې تردې هم څو ځله په ځېنو ولایتونو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي دي.

ورته مطالب