ننګرهار کې ځانمرګي برید کې یو محلي پولیس وژل شوی

د انځور حقوق f

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي، په غني خېلو ولسوالۍ کې په ځانمرګي برید کې یو محلي پولیس وژل شوی او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي ته وویل، برید نن (پنجشنبې، غویي/ ثور ۲۳مه) شاوخوا ۱۱ بجې د غني خېلو ولسوالۍ روغتیایي کلینک ته څېرمه شوی دی.

د مشرقیوال په خبره، ځانمرګی پلی روان و او هغه مهال په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې د محلي پولیسو د تلاشۍ ودروه.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، په برید یواځې یو محلي پولیس وژل شوی او شپږ ملکي وګړي چې د چاودنې سیمې ته نژدې روان وو، ټپیان شوي دي.

ورته مطالب