د تورخم دروازه نن په دويمه ورځ هم تړلې وه

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه له پرون راهیسې د پاکستان امنیتي مسولينو له خوا د مساپرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

افغان چارواکي وايي پاکستاني لوري غوښتل، په سیمه کې د دوى په ټکو د قانون خلاف ځینې تاسیسات جوړ کړي چې دوی یې مخه ونیوله چې پاکستاني لوري یې هم په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.

عیني شاهدان وايي د دروازې دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کسان له ستونزو سره مخ دي او د مساپرو پر مخ د دروازې د خلاصېدو انتظار کوي.

د افغان او پاکستاني امنیتي مسولينو ترمنځ لفظي شخړه د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل شوې ده.

د ۳۰۱ سرحدي زون مرستیال ډګروال ذبیح الله قاضي زاده وايي پاکستان "د قانون خلاف" له پرون ماسپښین راهیسې د مساپرو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده.

نوموړی وايي "دوی غوښتل د قانون خلاف د ډېورنډ کرښې سره نژدې يو پول او درېيم نمبر پوستې ته لار جوړه کړي، موږ يې مخه ونيوله چې په ترڅ کې يې دوی د افغانانو پر مخ دروازه وتړله".

د نوموړي په وينا پاکستاني لوري غوښتل چې "شخړه جوړه کړي، خو موږ دا موقع ور نه کړه هغه شخړه مو حل کړه او د دوی قوتونه چې هلته ځای پر ځای شوي وو بېرته په شا شول".

دا شخړه د پاکستان له لوري ځينو سيمو کې د اغزن تار لگولو له امله پيل شوې، ځينو پاکستاني چارواکو ته نزدې سرچينو ويلي دي " ترڅو چې ددې اغزن تار دلگولو اجازه ورنه کړى شي دوى به د تورخم دروازه نه پرانيزي.

د افغانستان په ختیځ کې د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازې دواړو غاړو ته سلګونه کسان د دغې دروازې د بیا خلاصېدو انتظار کوي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي پاکستاني لوری آن هغو کسانو ته چې پاسپورتونه او ویزې هم لري د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د دواړو لورو تر منځ خبرې شوې او کېدای شي دغه ستونزه ژر حل شي،

نوموړی وايي "غيرقانوني کړنې به هېڅکله و نه منو، موږ به ستونزې ومنو او د ستونزو د حل لپاره به لازمې لارې چارې پيدا کړو".

د نوموړي په وينا د دوی او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته شوې او هڅه کېږي چې بله ناسته به ژر وشي او دروازه به پرانيستل شي.

وړاندې تر دې هم څو څو ځله د تورخم، سپین بولدک او پر کرښه نورې دروازې د بېلابېلو لاملونو له کبله د مساپرو پر مخ تړلې شوې دي. خو وروسته د خبرو له لارې ستونزې حل شوې.

ورته مطالب