افغانان د ښه ژوند په هیله د "ځنګل" چټلي زغمي

Image caption کډوال بریتانیا ته د رسېدو په هیله د کلې بندر ناوړه شرایط ګالي

د فرانسې د کلې په بندري ښار کې له څپرو جوړ شوی یو ښارګوټی له خټو ډکو کوڅو د یو موقتي نانوايی دوکان څخه د یوې خوږې افغان سندرې غږ راته.

"خپل سفرکوه او ډاډه اوسه" یو آرامونکی غږ چې د تازه پخې شوې ډوډۍ له خوشبويي سره یو ځای خپرېږي او سملاسې سړی افغانستان ته بیايي.

خو هغه افغانان چې له چټلۍ نه ډک د غه پنډغالي یا "ځنګل" دغې څنډې ته راغلي، بریتانیا ته چې د سمندر بلې غاړې کې ده، د خپل خطرناکه سفر وروستۍ برخې کې اندېښمن او ستومانه دي. د ځینو دا دویم ځل دی چې دلته راغلي دي.

۲۲ کلن جاوید اوریا چې د لومړي ځل لپاره ۹ کاله پخوا د یوه ځوان هلک په توګه راغلی و او غوښتل يې په بریتانیا کې یو نوی راتلونکی پیدا کړي، وايي: "اوس په ريښتیا ډېره سخته ده". "حصارونه ډېرشوي دي".

Image caption د پنډغالي د چټلیو د پاسه یو پاتې شوی افغان بیرغ رپېږي

د اروپا د پناه وړونکو بحران اوس د سوريې د ستومانه کونکې جګړې ترسیوري لاندې راغلی، خو په زیاتېدونکي توګه ځوان افغانان هم د سختیو ځپلي هېواد او جګړې څخه تښتي، په دې هیله چې بل چېرې به یو ښه او خوندي ژوند پیداکړي.

په داسې حال کې چې موږ د ډوډۍ د دوکان مخې ته ولاړ وو، هغه اوږده او نرۍ څپره مو لیداې شوای چې "د ماشومانو چایخانه" ورته وايي چې د افغان ماشومانو یو پناه ځای دی، چې په یواځې سر پر دغه خطرناکه سفر راوتلي. کورنۍ خپل زامن له قاچاقبرو سره لېږي او یواځینی موخه يې دا ده چې په هر ډول چې وي په بریتانیا کې خپلو خپلوانو ته ځان ورسوي.

"دا یو وېرونکی خوب دی" جاوید هغه وېرونکی وخت یادوي او وايي چې لس کاله پخوا قاچاقبرو "په چړو اوتومانچو سمبالې مافیا اداره کړو چې په لاریو، یخچالونو او صندقونو کې ننوځو".

خو د ده دا خبرداري ورکونکې کیسه د نورو ځوانو مساپرو مخنیوی نشي کولای.

کله چې په ۲۰۰۷ کې جاوید بریتانیا ته راورسېد، له یوې بریتانوۍ کورنۍ سره ورته ځای ورکړل شو، هغوي يې پالنه کوله او د خپل یوه اولاد په توګه يې لوی کړ. خو کله چې ۱۸ کلنۍ ته ورسېد، له هېواده و ایستل شو.

د انځور حقوق PA
Image caption بریتانیا غواړي چې کډوال او پناه وړونکي په فرانسې کې پاتې شي
Image caption د کلې په بندر کې دغه ګرافیتي، لندن ته د رسېدو په اړه د کډوالو هیلې څرګندوي

په دې وروستیو کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت مامورینو تایید کړه چې په تېرو لسو کلونو کې ۳۰۰۰ ماشوم پناه غوښتونکي بېرته جګړې ځپلوهېوادو ته لېږل شوي دي، ډېر افغانان هم په کرایه شویو الوتکو کې کابل ته استول شوي دي.

جاوید له محسوسې مایوسۍ سره وايی: "ډېر زیار مې وایست چې انګلیسي زده کړم، ښوونځي ته لاړشم، او بریتانیا کې خپل نوی ژوند پیل کړم، خو چارواکو زما پر دې کیسه باور و نه کړ چې که کور ته لاړشم ستونزو سره به مخامخ شم."

جاوید یوه میاشت په کابل کې یوه ګاونډی سره پاتې شو، ځکه چې مور او پلار يې مړه شوي دي. وروسته په دې باورشو چې هلته "ژوند نه شي کولای" او بیا د قاچاقبرو پرلاره اروپا او د کلې بندر غمجن پنډغالي ته راغی.

د خټو ډک سړک بلې غاړې ته "د ماشومانو چایخانه" کې افغان هلکان ګډې لوبې او ویډیو ګیمونه کوي. هغوي ټوله ورځ د وریجو او لوبیا یو قاب ته انتظار باسي او هغسې چې خوښه يې وي خوري يې.

خو له ورایه ښکاري چې د ماشومانو لپاره دغسې ژوند مناسب نه دی: یو هلک چې په دې پنډغالي کې وهل شوی پرسر پټۍ تړلې، شډل، خیرن لباس يې په تن دی، لاسونه يې ګریدلي او ټپي دي. ترهرڅه وړاندې، د هغو وړو اته کلنوماشومانو مایوسانه او غمجن کتلو ته پام اوړي چې وېره او ستومانۍ يې له ورایه څرګندوي.

یو درې کلن هلک چې د نورو ماشومانو په شان خپل اصلي نوم نه ښيي پوښتنه کوي: "آیا ژوند باید همدغسې وي؟" هغه ځان د سبحان الله په نوم یادوي او وايی: "دلته شاور نه شته، کالي مو خیرن دي، او ټول وخت مو بدن خارښت کوي، هېڅوک مو په غم کې نه دي که موږ سره د انسان یا حیوان په شان چلند کېږي."

هره شپه هغوی هڅه کوي له فرانسوي پولیسو څخه په پټه تېر شي، د لارۍ موټرو دننه یا تر اورګاډو لاندې پټ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جاوید خبرداري ورکونکې کیسه د نورو هغو ځوانو مساپرو مخنیوی نه کوي چې هڅه کوي بریتانیا ته ځان ورسوي
د انځور حقوق AFP
Image caption یواځي یو لږ شمېر بریتانیا ته په رسېدو بریالي شوي

سبحان الله شکایت کوي چې فرانسوي پولیس چې ترفشار لاندې دي غواړي بریتانیا ته د تلو لاره بنده کړي: "موږ هڅه کوو لارۍ موټرو ته وخېژو خو پولیس د مرچو پوډر راباندې شیندي او د حیواناتو په شان مو وهي ډبوي". خو پولیس وايي چې له بېځایه ځواک څخه يې کار نه دی اخیستی.

د سکندر نورستاني په نوم یو افغان چې عمر يې په چایخانې کې د دې هلکانو په پرتله ډېر دی، تېر کال فرانسې ته راغلی او پرېکړه يې کړې وه چې دلته پاتې شي او د استوګنې دغه ناره ځای جوړ کړي.

سکندر وايي: "دا ځنګل د انسانانو لپاره نه دی"، دغه پنډغالی د ځنګل په نامه یادېږي. هغه وايي "موږ باید ځوانو هلکانو سره په هغه ډول چې دوی ورباندې پوهېږي اړيکي وساتو او هغوی بدو کارونو ته پرې نږدو."

سګرېټ او نشه يي توکي ډېر دي او د تاوتریخوالي او ناوړې کارونې په اړه راپورونه شته.

له جاویده مې وپوښتل چې دغو افغان ماشومانو ته چې دلته يې ورسره کتلي څه مشوره ورکوي. هغه وویل: "زه ورته وایم چې فرانسې کې دې د پناه اخیستو غوښتنه وکړي، ځکه په دې عمر دوی کولای شي یوه بله ژبه زده کړي او نوي کلتور سره ځان سم کړي."

خو دی پوهېږي چې د هغوې ټول فکر دا دی چې بریتانیا ته ځان ورسوي. تراوسه د ده خپل فکر هم دغسې دی. دی یواځینی افغان نه دی چې ما ورسره دلته کتلي او د دویم ځل لپاره هڅه کوي.

هغو بریتانوي مامورینو چې له کلې بندر څخه د تلو پرلاره مو ورسره وکتل وویل، دوی هم ځوانو افغانانو ته توصیه کوي چې فرانسې کې د استوګنې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د "ځنکل" اوسېدونکي وايي په دې پنډغالي کې شرایط سخت دي

ډېری ځوان افغانان د فرانسې په اړه یواځې دومره پوهېږي چې وايي د کلې په بندر کې د ژوند شرایط سخت دي.

د بریتانوۍ خیریه موسسې، سیټېزن یوکې، کارکوونکې یونا لارنس وايي: "موږ ته به يې پوهېدل سخت وي خو ټول دغه هلکان ښايی د داسې یو ځای په اړه فکرکوي چې کورنۍ يې هلته وي."

یونا لارنس د کلې په بندر کې پناه غوښتونکو سره مرسته کوي او بریتانیا ته د رسېدو لپاره هغه قانوني لاره تعقیبوي چې د اروپايي ټولنې د مقرراتو له مخې د ډبلین درېیم تړون نومېږي چې د کورنۍ غړو یو ځای کېدو ته اجازه ورکوي.

یواځې یو لږ شمېر خلک په دې لاره بریالي شوي او سوریانو ته د لومړیتوب حق ورکول کېږي او ډېری ځوان افغانان د اړتیا وړ اسناد نه لري.

وامې وریدل چې یو بریتانوي داوطلب په خوښۍ سره وویل چې یو لس کلن افغان چې د دوې د ځوانانو په مرکز کې يې څه وخت تېرکړی و بریالی شوی چې په پټه بریتانیا ته ځان تېر کړي. هغه د موټر یوه ټایر کې دننه پټ شوی و.

یو غمجن ۱۵کلن افغان چې ما ته نژدې ناست و، د دې خبرې په اورېدو سره يې سترګې سملاسې وځلیدې.

هغه اووه میاشتې هڅه کوله بریتانیا ته ځان ورسوي. خو دا خبره ښيي چې دی باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي