د مېرمنې د قتل په تور ۷ کاله بندي، خو مېرمن یې ژوندۍ ده

د لوېدیځ ولایت هرات یو اوسیدونکی وروسته تر هغو چې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور یې اوه کاله او شل ورځې بند د هرات په محبس کې تېر کړ، اوس په دې خبر شوی چې مېرمن یې ژوندۍ ده.

عبدالقادر په ۱۳۸۷ کال کې وروسته تر هغه چې ونه توانید خپله بې ګناهي ثابته کړي په ۱۶ کاله بند محکوم شو.

دی هغه مهال ونیول شو چې د ده د مېرمنې په سینګارتون کې په اور کې د یوې سوځېدلې ښځې مړی وموندل شو.

مړی د پېژندلو نه و، خو د نوموړي د مېرمنې خپلوانو دی د خپلې ښځې په وژنې تورن کړ.

د ده د د بند موده په بېلابېلو مناسبتونو د ولسمشر د فرمانونو په برنسټ رالنډه شوه او ۴۰ ورځې مخکې خوشی شو، خو یوازې څلور ورځې مخکې په دې خبر شو چې مېرمن یې ژوندۍ ده.

د وژل شوې ښځې هویت نه دی پېژندل شوی، خو پولیس د عبدالقادر د مېرمن په ګډون شپږ تنه نیولي دي.

ورته مطالب