"د افغان سولې خبرې روانه مياشت کې بیا پېليږي"

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان وايي، خبرو ته د طالبانو راوستل اسانه چاره نه ده

پاکستان وايي، په افغانستان کې د سولې بهیر په اړه د څلورو هېوادونو پنځمه غونډه به روانه مياشت کې کېږي.

دا خبرې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په مازيګر اسلام اباد کې په اونیزې خبري غونډه کې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره که څه هم د دغې غونډې نېټه تر اوسه نه ده ټاکله شوې، خو زیاتوي، کېدای شي د همدې روانې مې مياشتې په وروستیو کې وشي.

پاکستان وايي، خبرو ته د طالبانو راوستل اسانه چاره نه ده، او زیاتوي دوی له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته د طالبانو راوستل د څلور واړو هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

د پاکستان بهرنيو چارو د وزارت ویاند وايي، "طالبان د خبرو له لارې هغه څه ترلاسه کولی شي، چې له بلې لارې یا د جګړې له لارې يې هېڅکله هم نه شي ترلاسه کولی".

په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د سولې دا بهير د روان عیسوي کال په لومړۍ میاشت کې پېل شوی، چې تراوسه يې څلور غونډې شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption قطر کې د افغان طالبانو يو پلاوی هم پاکستان ته راغلی و، خو پاکستان تراوسه د دغه پلاوي راتګ نه تاییدوي

په دغو څلورو هېوادونو کې امريکا، چين، پاکستان او افغانستان شامل دي. ځيني سرچينې وايي کېدی شي دا غونډه د مې په ۱۸مه نېټه وشي، خو تراوسه ټول څلور هېوادونه په دې اړه یوه خوله نه دي.

له دې مخکې دغه څلور اړخیزې غونډې په کابل او اسلام اباد کې شوې دي.

په داسې حال کې د څلورو هېوادونو د بلې غوندې خبرې کېږي، چې په کابل کې د تېرې مياشتې د طالبانو له خونړي برید وروسته د کابل او اسلام اباد تر منځ په اړیکو کې واټن رامنځته شوی او په ورته مهال کې په قطر کې د افغان طالبانو يو پلاوی هم پاکستان ته راغلی وو، چې پاکستان تراوسه د دغه پلاوي راتګ رسماً نه دی منلی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې خبرې غونډې کې د پاکستان له لوري د تورخم د دروازې د تړلو او په پوله د اغزن تارلگولو په اړه يوې پوښتنې ته وويل " پاکستان پر تورخم لارې اغزن تار ددې لپاره لګوي، چې وايي، په غیرقانوني توګه د هغو کسانو چې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري، تګ راتګ مخه ونیوله شي.

د ویاند په وینا، په دې کې د دواړو هېوادونو ګټه ده. نفیس زکریا وویل، "د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې په دې ستونزه خبرې روانې دي او هیله من دي، چې دا ستونزه به ژر هواره شي".