"طالبانو په ډبرو سکرو بار موټرې سوځولي"

د انځور حقوق ugc

د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې سیمه ییز چارواکي وایي، د دولت مخالفو وسله والو پر هغو موټرو بریدونه کړي چې د ډبرو سکاره یې لېږدول.

د سمنګان د پولیسو قومندان باقر مسعود بي بي سي ته وویل، طالبانو له ډبرو سکرو بار نهه موټر د دره صوف په سیمه کې سوځولي دي.

د مسعود په خبره، دا ټول موټرونه د عامو خلکو وو.

د سمنګان د پولیسو قومندان وایي، له دې پېښې وروسته پولیس صحنې ته ورسېدل.

د هغه په خبره، د طالبانو او پولیسو ترمنځ په جګړه کې مخالفو وسله والو ته زیان اوښتی دی.

که څه هم هغه د تلفاتو کره شمېره ونه ښوده، خو وایي چې لږ ترلږه دوه مخالف وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

سمنګان د افغانستان په شمال کې له نسبتا امنو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ډبرو سکرو د پام وړ ذخیرې لري.

ورته مطالب