هلمند کې د پولیسو پر مرکز ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption هلمند د افغانستان په سوېل کې نارامه ولایت دی، چې په وروستیو کې تاوتریخوالی پکې ډېر شوی.

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍکې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګي برید کې لږترلږه درې پولیس وژلي او نهه کسان یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د پولیسو مشر عبدالرحمن سرجنګ وايي، برید د شنبې په ګهیځ ( غویی ۲۵مه) هغه مهال وشو، چې ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي پر یوه امنیتي مرکز پورې وچوول.

ښاغلی سرجنګ زیاتوي، په برید کې درې پولیس وژل شوي، درې ماشومان او شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، برید د پولیسو پر یوه روزنځي شوی، چې ۱۲ کسان پکې ټپیان شوي.

د هلمند د امرجنسي روغتون سرچینې وايي، دوی ته د پېښې له ځایه ۱۳ ټپیان وروړل شوي چې یو پکې مړ شوی دی.

هلمند د افغانستان په سوېل کې نارامه ولایت دی، چې په وروستیو کې تاوتریخوالی پکې ډېر شوی.

د ننني برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده. د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، نن ګهیځ د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند بولان سیمه کې د پولیسو په تعلیمي مرکز موټر بم برید وشو.

نوموړی په برید کې د ګڼو پولیسو د 'وژل' کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.

ورته مطالب